افغانستان

کابلوف: د امریکا او طالبانو د سولې موافقې وروستۍ غونډې ته بلنه راکړل شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۴)

د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمير کابلوف وايي، د امریکا او طالبانو د سولې موافقې وروستۍ غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

کابلوف دغه څرګندونې پرون د چهارشنبې په ورځ د روسيې ايزویستا ورځپاڼې ته په یوه مرکه کړي دي.

هغه ويلي، تر څو چې امريکا او طالبان د سولې یوې موافقې ته نه وي رسيدلي دغه بحثونه به همداسې دوام پيدا کړي.

د کابلوف په وينا، طالبانو هم غوښتنه لرله چې روسيه او چين باید د ضمانت ګرو په څير د سولې موافقې وروستۍ غونډې ته وبلل شي.

له تير یوه کال راهيسې امريکا او طالبانو ۸ ځلې د افغان جګړې د ختمولو او له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د ايستلو په اړه خبرې کړي چې تر دې دمه د ښکيلو غاړو په وينا مذاکرات وروستي پړاو ته رسيدلي او بريالي دي خو تر اوسه پر هيڅ کومې هوکړې لاسليکونه نه دي شوي.

کابلوف هم وايي، چې تر دې دمه کومه نهايي فيصله نه ده شوې خو هيله يې څرګنده کړې چې امريکا به وروستۍ فيصله دوی سره هم شريکه کړي.

تر دې وړاندې ويل کيدل چې د امریکا او طالبانو د موافقې د وروستۍ هوکړې د لاسليک پر وخت ښايي ملګري ملتونه، روسيه، چين او د پاکستان او ایران استازي د ضامنانو په توګه پکې ګډون وکړي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */