افغانستان

روغتيا وزارت: درې ورځو کې د کانګو ناروغۍ شل پيښې ثبت شوي؛ د ډيرو امکان يې شته

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۴)

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، د لوی اختر په درېيو ورځو کې د کانګو ناروغۍ شل پيښې ثبت شوي او ښايي پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمير نور هم زیات شي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پيښې په کابل، هرات او هلمند ولايتونو کې ثبت شوي دي.

کانګو یو ډول ناروغي ده چې د حيواناتو څخه انساناو ته بيا همدا ډول پر دغه ناروغۍ له اخته کسانو څخه نورو ته لېږدول کيږي چې لومړنۍ علامې يې شديده تبه، سردردي، د ملا شخوالی، زړه بدوالی، پر مخ تر پوټکی لاندې شنه ټکي او چې ډيره زياته شي بيا ورسره د خولې او پزې څخه وينه پيل کيږي.

د روغتيا وزارت د ساري ناروغيو د کنترول څانګې مشر شاه ولي معروفي وايي، که په چا کې هم د دغه ناروغۍ نښې څرګندې شي نو ژر دې د تداوۍ لپاره روغتون ته ولاړ شي.

په افغانستان کې لسګونه کسان د دغه ناروغۍ له کبله مړه شوي او د روغتيايي مسؤولينو په وينا سږ کال يې يوازې په هرات ولایت کې شپږ کسان مړه کړي دي.

روغتياپالان وايي، کانګو یا کرېميا ناروغي په حيواناتو کې د کوچنيو هغو خځنده و له لارې انسانانو ته لېږدول کيږي چې له حیواناتو وینه زبيخي او باید څارویو سره د مخ یدو پروخت  لاسونو ته دستکشې واچول شي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */