افغانستان

طالبانو دصدر ابراهیم د وژل کېدو په اړه د ګډ حکومت ادعا  رد کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲۴ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت چارواکو تېره شپه ادعا کړې وه، چې د طالبانو د نظامي کميسيون مشر صدر محمد ابراهيم د کندهار خاکرېز او شاه ولي کوټ ولسواليو ترمنځ دښته کې له خپلو ملګرو  سره په هوايي برید کې وژل شوی، خو طالبانو دغه ادعا په کله رد کړې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې د ګډ حکومت ادعا رد کړې ده.

ذبيح الله مجاهد ويلي، په رسنيو کې له خپرو شوو رپوټونو وروسته يې له صدر ابراهيم سره اړيکه نيولې او هغه ورته د خپل ژوند په اړه ډاډ ورکړی دی.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: طالبانو دصدر ابراهیم د وژل کېدو په اړه د ګډ حکومت ادعا  رد کړې

%d bloggers like this:
/* ]]> */