افغانستان

طالبان: خپاره شوي راپورونه بې اساسه دي صدر ابراهیم ژوندی دی

طالبان: خپاره شوي راپورونه بې اساسه دي صدر ابراهیم ژوندی دی

وسله والو طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکي ددوی ددفاع وزیر په یوه برید کې وژل شوی دی. نن سهار ځينې امنیتي سرچینو رسنیو ته وویل، چې په کندهار کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو په یوه هوایي برید کې ددغه ډلې ددفاع وزیر صدر ابراهیم وژل شوی دی. ددوی په خبره صدر ابراهیم د طالبانو نومول شوی ددفاع وزیر و او په یوه هوايي برید کې ووژل شو. بل پلو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دغه راپورونه رد کړي دي. دده په خبره هغه راپورونه چې وایي د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو په هوايي برید کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر وژل شوی، بې بنسټه دي او دغه ډله یې ردوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */