افغانستان

د هوایي ضرباتو او مخامخ نښتو پرمهال غزني کې ۱۶وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وایي غزني کې یې د بیلا
بیلو هوایي حملو او له وسله والو طالبانو سره د مخامخ نښتو پرمهال ۹ وسله وال وژلي
۷ تنه یې ژوبل کړي دي.

خامه پریس ته د را رسیدلې خبر پاڼې له قوله،:” د ۲۰۳ تندر قول اردو
جزوتامونو د امنیتي ځواکونو سره په ګډه د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د خونیانو په
سیمه کې د نښتې په ترڅ کې څلور تنه وسله وال طالبان وژلي او (۵) تنه ژوبل کړیدي”.

دغه راز امنیتي ځواکونو
د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د مانګ په سیمه کې د وسله والو ترهګرو سره نښته کړی، په
پایله کې دوه تنه وسله وال ترهګر وژلي او دوه تنه ېې ژوبل کړي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي د تندر قول
اردو ماین پاکونکې ټیم د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د چیرلي په سیمه کې یوه کړۍ ماین
کشف او شنډ کړی دی.

یو بل خبر له مخي د
غزني په ناوې ولسوالۍ کې د یوې هوایي حملې په پایله کې ۳
نور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */