افغانستان

ملي دفاع وزارت: فاریاب کې د دوو مهمو قومندانانو په ګډون ۱۵وسله وال طالبان وژل شوي

ملي دفاع وزارت وایي ، د امنیتي او دفاعي ځواکونو
د ګډو عملیاتو پر لړ کې، چې کلک هوایي ملاتړ ورسره وو، د فاریاب ولایت په ګرزیوان
ولسوالۍ کې د دوو مهمو قومندانانو په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ تنه
نور ژوبل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر
پاڼه کې ویل شوي چې، عملیات د ګرزیوان ولسوالۍ په علي اباد کلي کې د کومانډو
ځواکونو په مشرۍ ترسره شوي چې د وسله والو طالبانو دوه مهم قوماندانانو عصمت الله
او محبوب الله هم د وژل شوو کسانو په ډله کې شامل دي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */