افغانستان

طالبان: بدخشان کې ۱۸ تنه حکومتي منسوبین ورته تسلیم شوی.

badakhshan webadakg

طالبانو خبر ورکړی دی چې د بدخشان ولایت په مرکز او خواهان ولسوالي کې ۱۸ تنه حکومتي منسوبین ورته تسلیم شوي دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د بدخشان په مرکز اړوند، لسمه ناحیه کې د مولوی صدیق الله په مشرۍ ۸ تنه له ۲ راکيټونو، ۲ میله کلاشنکوفونو او ۱ میل پیکا سره د دوی سرتېرو ته تسلیم شول.

سرچینه زیاتوي همدا راز د یاد ولایت د خواهان ولسوالۍ اړوند، جربالا سیمه کې د پخواني جهادي قومندان (اسدالله) په مشرۍ ۱۰ تنه نور له طالبانو سره یو ځای شول.

طالبانو ویلي دوی هم له ځان سره ۱۰ کلاشنکوفونه، ۱ راکټ او ۱ میل پیکا راوړي دی.

 

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */