افغانستان

غزني کې د بې پېلوټه الوتکې برید د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه ملکي وګړي وژلي

غزني کې د بې پېلوټه الوتکې برید د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه ملکي وګړي وژلي

د غزني له ګیلان ولسوالي څخه خبرونه وايي، تېره ورځ مازیګر مهال د مقر او ناوې ولسوالي پر عمومي سړک د ملکي وګړو پر یوه سراچه موټر د بې پېلوټه الوتکې په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه ملکي وګړي وژل شوي.

همدارنګه یوې امنیتي سرچينې ويلي، د بې پېلوټه الوتکې په دوو جلا جلا بريدونو کې د همدې سیمې په تاج کلا او تس کليو کې یو سپين ږیری وژل شوی او یو بل ملکي وګړی ژوبل شوی هم دی.

تر اوسه وسله والو طالبانو او د غزني امنیتي چارواکو د دې پيښې په تړاو څه نه دي ویلي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */