افغانستان

ټرمپ له امنیتي چارواکو سره د طالبانو او امریکا د مذاکراتو په تړاو ناسته کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د خبرو په تړاو له خپلو امنیتي چارواکو سره ګډه ناسته کوي او هغوی ته د راتلونکو ګامونو اخستلو هدایت ورکوي.

د سي اېن اېن د راپور په اساس، په دې ناسته کې چې تمه ده نن ورځ «جمعه» را وبلل شي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو»، د فاع وزیر «مایک ایسپر»، د ملي امنیت مشاور «جان بولټن» او نور لوړ پوړي چارواکي ګډون ولري.

د راپور له مخې، غونډه داسې مهال رابلل کېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکراتو ته نږدې سرچینې وايي، د دواړو لورو تر منځ مذاکرات ۹۹ سلنه پای ته رسېدلي او تمه ده په نږدې څو ورځو کې د دواړو لورو تر منځ توافقنامه لاسلیک شي.

سرچینه وړاندې زیاتوي، د طالبانو او امریکا تر منځ په مذاکراتو کې یوازې د امریکایي ځواکونو په وړاندې ډز بندي هغه څه وو، چې مذاکرات یې وځنډول او وخت یې واخست.

د سرچینې له قوله،داسې تمه کېږي چې  خلیلزاد به د اګست د میاشتې په ۱۹ نېټه چې د افغانستان د ازادۍ له ورځې سره سمون خوري؛ له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي او په ورته وخت کې به امریکا لري «جان بولټن» او یا هم «مایک پمپیو» افغانستان ته راولېږي څو په دې توګه افغانانو ته ډاډ ورکړي چې امریکا دوی په طالبانو باندې نه پلوري.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: ټرمپ له امنیتي چارواکو سره د طالبانو او امریکا د مذاکراتو په تړاو ناسته کوي

%d bloggers like this:
/* ]]> */