افغانستان

امنیتي چارواکي د زرمت پېښې څېړلو په موخه پکتیا ته تللي

امنیتي چارواکي د زرمت پېښې څېړلو په موخه پکتیا ته تللي

د ملي دفاع او کورنيو چارو سرپرست وزيران د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او په افغانستان د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د تېرې یکشنبې په شپه د زرمت ولسوالۍ په کولاګو سيمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه د ادعاوو څېړلو په موخه تېره ورځ پکتیا تللي او د ۲۰۳ تندر قول اردو په قرارګاه کې یې د دې ولایت له والي شمیم خان کټوازي، د پکتیکا له والي مجیب الرحمن څمکني او یو شمېر نورو امنيتي مسؤلینو سره ليدلي دي. دوی په دغه ليدنه کې د سوېل ختیځ زون د امنیتي وضعیت د ارزونې تر څنګ په زرمت ولسوالۍ د ملکي وګړو د وژنې په اړه پر شویو ادعاوو هم هر اړخیز بحث کړی او د دغې پېښې په اړه يې یو باصلاحیته پلاوی ګمارلی دی، چې خپلې موندنې له اړونده چارواکو سره شریکې کړي. د امنیتي سکتور مشرتابه د پکتیا او پکتیکا له والیانو هم غوښتنه کړې، چې د دغې قضیې په څېړلو کې مستقمه ونډه واخلي.

 
%d bloggers like this:
/* ]]> */