افغانستان

د امريکا د کانګريس پر مسلمانو غړو اسرائيلو ته په ورتګ بنديز ولګيد

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۵)

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د امريکا د کانګريس پر دوو مسلمانو غړو چې یوه يې الهان عمر او بله رشيده طليب نوميږي دغه هيواد ته پر ورتګ بنديز لګولی دی.

د رويټرز د راپور له مخې، اسرائيلو دغه اعلان پرون د پنج شنبې په ورځ کړی دی.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسرائيلو غوښتنه کړې وه چې الهان عمر او رشيده طليب ته اجازه ورنکړي چې دغه هيواد ته داخلې شي.

تر دې مخکې په امريکا کې د اسرائيلو سفير د کانګرس یادو غړو ته د اسرائيلو د سفر اجازه ورکړې وه او ټاکل شوې وه چې د راتلونکې يک شنبې په ورځ ولاړې شي او هلته د اسرائيلي او فلسطيني د سولې حرکتونو له فعالانو سره وويني، خو اسرائيلو خپله پريکړه بيرته اخيستې ده.

رشيده طليب اصلاً د فلسطين ده او پلان يې درلود چې فلسطين کې د خپلې انا ليدو ته ورشي او هلته دوه ورځې پاتې شي.

د امريکا د کانګرس دواړه مسلمانې غړې رشيده طليب او الهان عمر وخت ناوخت پر اسرائيلو نيوکې کوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */