افغانستان

غزني: د ګډو ځواکونو په بمبار او چاپه کې لس ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۵) 

د غزني ولايت په ګيرو او ګیلان ولسواليو کې د ګډو ځواکونو له خوا په چاپه او بمبار کې له لسو زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني څخه خبري سرچينې وايي، تيره شپه ګډو ځواکونو د ګيرو ولسوالۍ په دیسي سيمه کې د ملکي خلکو پر ميشت ځايونو چاپه اچولې چې خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

ځايي اوسيدونکي وايي، ګډو ځواکونو يې د کورونو دروازې ماتې کړي، دوه مسجدونه او دوه کورونه يې ویجاړ کړي د خلکو شخصي وسایط يې سوځولي او قيمتي مالونه يې هم ترې وړي دي.

دوی وايي، عملياتي عسکرو ورسره ډير بد چلند کړی او د بيرته تګ پر مهال يې پنځه تنه ملکيان په ډير وحشت سره په ډزو شهيدان کړلږ

د یوه بل خبر له مخې، پرون د ګیلان ولسوالۍ چهانګير بازار ته نږدې پر لويه لاره د بهرنيو ځواکونو الوتکو بمبار کړی چې پنځه تنه ملکي کسان يې وژلي دي.

د سيمې اوسيدونکي وايي، الوتکو د سپرلۍ موټر د بمبار هدف ګرځولی زياتوي په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */