افغانستان

ټرمپ نن د سولې خبرو په تړاو له خپلو امنيتي چارواکو سره غونډه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۵)

ټاکل شوې چې نن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  د افغان سولې خبرو په تړاو له خپلو امنيتي چارواکو سره ګډه غونډه وکړي.

د امريکا مشهور تلويزيون سي اېن اېن ويلي، چې دغه غونډه نن د جمعې په ورځ رابلل شوې او پکې به د ملي امنيت سلاکار جان بولټن، د بهرنيو چارو وزير مایک پامپيو، د دفاع وزير، د سي آی ای مشره او د امريکا د بهرنيو چارو وزير ځانګړی استازی زلمی خليلزاد ګډون وکړي.

د سرچينې په وينا، په دغه غونډه کې به ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یاد چارواکي د امریکا او طالبانو تر منځ پر روانو مذاکراتو بحث او خبرې وکړي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او طالبانو اتم پړاو مذاکرات هم څو ورځې مخکې پای ته ورسېدل او د یادو مذاکراتو ته نږدې سرچينو ويلي، په مذاکراتو کې دواړه خواوې توافق ته رسېدلي او ښايي په نږدې څو ورځو کې پر یادو توافقاتو لاسليکونه وشي.

راپور کې راغلي، ښايي د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه ليک د اګست مياشتې په نوولسمه نيټه چې د افغانستان د ازادۍ له ورځې سره سمون خوري لاسلیک شي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */