افغانستان

غزني کې دوهم ځلي ویر: ګډوځواکونو ۵ تنه نور ملکیان هم ووژل

 
عزم( جمعه، ۲۵زمری ،۱۳۹۸)وروسته تر هغه چې د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې بې پیلوټه الوتکو د ملکي وګړو پر یوه سراچه ډوله موټر بمبار وکړ او پنځه تنه هیوادوال چې ښځې ماشومان هم په کې شامل وه،ځای پرځای ووژل شول؛ تازه ګډوځواکونو د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې پر ولسي میشت ځایونو خونړۍ چاپه وهلې ده.
خبر زیاتوي، افغان ځانګړو ځواکونو چې د سي آی اې له قوماندې برخمن دي، د یادې ولسوالۍ په دیسي سیمه کې دوه جوماتونه سوځولي او ۵ تنه ملکیان یې په ډير وحشت سره په شهادت رسولي دي.
ګدوځواکونو دغه راز د پیښې پرمهال د خلکو د کورونو دروازې ماتې کړې، مالونه یې چورکړي او ۲ کورونه یې هم په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.
به دغه پیښه کې ګډوعسکرو د خلکو ګڼ شمیر وسایط
هم سوځولي دي.
تر اوسه افغان او امریکایپ چارواکو د پیښې په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی، خو تر دې وړاندې یې وژل شوي ملکیان طالبانو ته منسوبول او د جوماتونو د سوځولو لامل یې همدا باله، چې ګواکې هلته طالبان اوسیږي

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */