د ارګ خبرپاڼه

له مخکې جوړو ودانیزو توکو څخه په ۱۷ ولایتونو کې ښوونځي جوړېږي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ له مخکې جوړو ودانیزو توکو څخه د شپږ زره ښوونځیو د جوړولو په خاطر نن مازیګر په ارګ کې غونډه جوړه شوه.

په دغې غونډه کې د پوهنې، د کلیو د پرمختیا او د کور او ښارجوړولو وزیرانو د مخکې جوړو ودانیزو توکو څخه د شپږ زره ښوونځیو د جوړولو د ډیزاین او عملي کار په اړه راپور وړاندې کړ. هغوی وویل د ښوونځیو پر بېلابېلو طرحو کار شوی دی.

د دغو وزارتونو مسوولانو زیاته کړه، له مخکې جوړ ودانیز توکي د ولایتونو اقلیمي شرایطو ته په کتو په مناسبه بیه او لوړ کیفیت جوړېږي او له دغو توکو څخه به لومړنۍ ودانۍ په کابل ښار کې ګټې اخېستو ته وسپارل شي.

د پوهنې وزیر ډاډ ورکړ چې ژر به د ۱۷سردسیر او ګرم سیر ښوونځیو لیست چمتو او د کلیو د پرمختیا وزارت ته به یې وسپاري، تر څو له مخکې جوړو توکو څخه په کې ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.

جمهوررئیس محمداشرف غني په هېواد کې له مخکې جوړو توکو څخه د ښوونځیو په جوړولو کې د دغو وزارتونو کار وستایه او مالیې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د مخکې جوړو ودانیزو توکو د چمتو کولو بهیر د چټکتیا لپاره اړوندو بنسټونو ته مالي سرچینې په واک کې ورکړي.

د یادونې وړ ده چې له مخکې جوړ ودانیز توکي ۷۵سلنه په فابریکه او پاتې ۲۵سلنه نور د ودانۍ په اصلي ځای کې بشپړېږي، چې د یوې ودانۍ د جوړولو لپاره په کم وخت کې زیاتې اسانتیاوې برابروي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

x

Check Also

جمهوررئیس غني د هېواد له ټولو ملکي او نظامي مسوولانو څخه د اوربند د ښه مدیریت په خاطر مننه وکړه

  د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د توحید ...