افغانستان

تخار: د اشرف غني ټول انځورونه تخریب او یا هم سوځول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۸ل): د تخار ولایت په مرکز «تالقان» ښار کې د دولت ساز ټیم مشر او د اوسني ګډ حکومت د نیم ونډه وال «اشرف غني» انځورونو ته کثافات ورویشتل شوي او یا هم اور ورته اچول شوی.

د سلام وطندار د راپور له مخې، په تالقان ښار کې د ټاکنیزو ډلو له منځه یوازې د «دولت ساز ټیم» کمپاینونه پیل شوي او ځای ځای د اشرف غني انځورونه په سترو بېنرونو لګول شوي؛ خو نامعلومو کسانو د نوموړي ټولو انځورونو ته یا اور ور اچولي او یا یې هم څیري کړي.

ددې تر څنګ په ځیني ځایونو کې د نوموړي انځورونه ته ګندګۍ ور شيندل شوي.

د تخار ولایت امنیتي چارواکي وایي، دوی هم د ټولنیزو رسنیو له لارې د اشرف غني د انځورو له څیري کېدلو خبر شول او ددې کړنو د عاملینو په لټه کې دي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */