افغانستان

ملي امنیت شورا د کوېټې ښار په جومات کې هغه برید، چې د ملا هبت الله وورو پکې وژل شوي، غندلی

د افغانستان ملي امنیت شورا د کویټې ښار په یوه جومات کې
هغه برید، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله ورور په ګډون څو تنه پکې وژل شوي،
غندلی او دغه برید یې د انساني او اسلامي اصولو خلاف کار ګڼلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا له لوري په دې اړه په خپره
شوې اعلامیه کې راغلي،” تېره ورځ د
کوېټې ښار د کچلاغ سیمې په یوه مسجد کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه، چې یو
شمېر کسان په کې ووژل او ټپیان شول.

موږ په داسې حال کې، چې له تېرو اوږدو کلونو راهیسې له دا ډول پېښو کړېږو
او سلګونه معصوم هیوادوال مو په کې له لاسه ورکړي، ددې برید غندنه کوو او په مسجدونو
کې بریدونه غیر اسلامي او غیر شرعي بولو”.

د تېرې جمعې په ورځ په کوټه کې په یوه جومات کې چاودنه وشوه او پکې د
طالبانو د مشر ملا هبت الله د ورور په ګډون پنځه کسان ووژل او څو ټپیان شول.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */