افغانستان

کونړ: دطالبانو قطعاتو دداعشي ملیشو وروستي مراکز محاصره کړل؛ ژر به دا ولایت تصفیه شي

راپور تاژ: عقاب افغان الحنفي

طالبانو له اوږدو جګړو وروسته دکونړ ولایت ۹۵ سلنه جغرافیه له داعشي ملیشو پاکه کړه چې بالاخره یې وروستي مراکز هم ترمحاصرې لاندې راوستل.

له ډېرې مودې راهیسې طالبانو د کونړ ولایت په هغو سیمو کې چې داعش تر کنټرول لاندې دي پراخ عملیات پيل کړي چې په ترڅ کې یې دغه ولایت کې د داعشي ملیشو قوت بیخي له صفر سره ضرب کړ.

ځایي سرچینې وایي، دطالبانو قطعاتو له پرون ورځې راهیسې ددغه ولایت دیوګل، او مزار دره کې پراخ عملیات تر سره کړل چې د نورګل ولسوالۍ اړوند سهیل تنګی، میجګل او کلينګل تنګی طالبانو نیولی.

په دغه جګړه کې ۵ تنه داعشي جنګیالي وژل شوي، او ۳ تنه نور ټپيان دي. ددغو جنګیالیو له جملې د ملا سرحد او درې نورو قوماندانانو په شمول ۱۷ تنه طالبانو ته تسلیم شوي هم دي.

د تیرې ورځې په خونړۍ جګړه کې دځینې غنیمتونو په شمول څلور ډاټسن موټر، څلور موټرسایکل او نوره مختلف النوعه وسله هم نیول شوې ده.

د راپور په اساس، نن یوځل بیا دطالبانو قطعې دداعش جنګیالیو په مهمو مرکزونو تعروضونه وکړل چې په نتیجه کې یې ددیوګل درې پرسر دداعشي ملیشو مهم مرکزونه او حاکمې پوستې مکمل فتحه شوې.

دجنګ له صحنې څخه یوشمېر سرچینو کابل ټکي کام ته وویل، په ټول کونړ کې دداعشي ملېشو آخیرنی مشهور مرکز چی ددیوګل درې (چلش)کلي موقیعت لري؛ نن ترسختې محاصرې لاندې راغلی.

ددې مهمو مراکزو په فتحې سره به کونړ ولایت مکمل دطالبانو تر ولکې لاندې راشي.

سرچینې زیاته کړه، داچې طالبان په تعرضي حالت کې دي نو ځکه یې مرګ ژوبله په نشت حساب ده، او دداعشي جنګیالیو ډیر جسدونه دجنګ په ډګرکې پاتې دي چې د اوچتولو یې څوک نشته.

کونړیان دطالبانو وروستیو فاتحانه حملو ته خوشحال دي، اودوی سره یې دیوې غونډې په ترڅ کې وعده کړې چې تر دې وروسته به حکومتي او داعشي ملیشو ته هیڅ ځای نه ورکوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */