افغانستان

په پکتیکا کې څلور کسان له وسله والو سره د همکارۍ او یو تن د غلا په تور نیول شوي

پکتیکا امنیه قومندانۍ څلور نفره له وسلوالو سره د همکاري او یو تن د غلا په تور نیولي
د پکتیکا ولایت امنیه قومندانۍ وايي څلور تنه يي له وسلوالو طالبانو سره د همکاري او یو بل کس يي له یو عراده موټرسایکل سره یو ځای د غلا په تور نیولي دي.
هغه وايي د یوې اونۍ په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو له لوري ۴ تنه، چې له وسلوالو طالبانو سره تړاو لري او یو بل يي بیا د غلا په تور نیول شوي دي.
د سرچینې په خبره یاد کسان يي د اختر په شپو ورځو کې د مرکز په ګډون په ځينو ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال نیولي دي.
د پکتیکا امنیه قومندانۍ داسي مهال دا کسان نیولي چې تر لوی اختر یوه ورځ وړاندې يي د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو او د نا امنۍ پیښو د مخنیوي خبر ورکړی وو.

The post په پکتیکا کې څلور کسان له وسله والو سره د همکارۍ او یو تن د غلا په تور نیول شوي appeared first on pashto.

%d bloggers like this:
/* ]]> */