افغانستان

اشرف غني ته د طالبانو ځواب: د کابل غوندې بريدونو ته اشغالګرو او د هغوی غلامانو زمينه جوړه کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): طالبانو د ګډ حکومت مشر اشرف غني هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښوولی، چې د تېرې شپې خونړۍ چاودنې په اړه يې طالبانو ته د ملامتيا ګوته نيولې وه.

اشرف غني ويلي و، طالبان د چاودنې مسؤوليت په نه منلو ځانته برائت نشي ورکولی او تور يې لګولی و، چې د طالبانو د فعاليتونو له امله نورو وسله والو ډلو ته هم د فعاليتونو زمينه برابره شوې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد اشرف غني ته په خپل غبرګون کې ويلي: «امريکايي اشغالګرو او غلامانو يې د کابل غوندې بريدونو ته زمينه برابره کړې ده.»

مجاهد زیاته کړې، «د افغانستان ۹۵ سلنه خاورې امنيت چا خراب کړ؟»

د هغه اشاره د طالبانو واکمنۍ ته وه، چې د هېواد په ۹۵ سلنه خاوره د طالبانو واکمني وه او د هغوی د واکمنۍ لاندې سيمو کې مثالي امنيت و.

د ګډ حکومت مشر څو ورځې وړاندې دولتي عسکرو ته د خپلې وينا پر مهال ويلي و: «ستاسې د قربانيو له برکته نيويارک او واشنګټن له بريدونو او

چاودنو خوندي دي.»

ذبيح الله مجاهد ويلي، د کابل اداره پر ځای د دې، چې د نيويارک او واشنګټن امنيت وساتي، بايد لومړی دا معلومه کړي، چې دا بريد چا کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې تېره شپه د کابل ښار په لويديځ شپږمې حوزې فیض محمد کاتب پر عمومي سړک په «شهر دبی» ودونو صالون کې خونړۍ چاودنې لږ تر لږه ۶۳ کسان وژلي او ۱۸۳ نور ټپيان کړي وو.

د دغې چاودنې پړه داعش ډلې منلې ده.

 

%d bloggers like this:
/* ]]> */