افغانستان

حکومت د کابل خونړۍ چاودنې له امله د خپلواکۍ جشن نمانځلو مراسم وځنډول

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): ګډ حکومت په کابل ښار کې د واده په مراسمو کې د خونړۍ چاودنې له امله د خپلواکۍ سلمې کليزې د جشن نمانځلو مراسم وځنډول.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، حکومت د وروستۍ تروريستي پېښې او نورو پېښو کې وژل شوو افغانانو ته د درناوي په پار د خپلواکۍ د سلمې کليزې نمانځغونډې د ځنډولو پرېکړه کړې ده.

د خبرپاڼې په وينا د خپلواکۍ د نمانځنې کميسيون ته سپارښتنه شوې، چې خپلو پروګرامونو کې بدلون راولي او د راتلونکي لپاره بشپړ امنيتي تدابير په پام کې ونيسي.

حکومت د خپلواکۍ جشن نمانځلو لپاره له تېرې يوې مياشتې راهیسې هلې ځلې کولې او يوازې د ترانې ټيم ته يې شل ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې، چې د ډېرو خلکو له لوري پرې نيوکې شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې تېره شپه د کابل ښار په لويديځ شپږمې حوزې فیض محمد کاتب پر عمومي سړک په «شهر دبی» ودونو صالون کې خونړۍ چاودنې لږ تر لږه ۶۳ کسان وژلي او ۱۸۳ نور ټپيان کړي وو.

%d bloggers like this:
/* ]]> */