افغانستان

دیني عالم او جهادي شخصیت «مولوي سدوزی اغا» وفات شو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل):د هیواد تکړه دیني عالم، جهادي شخصیت او د طالبانو د سیاسي دفتر د پخواني مشر «سید طیب اغا» پلار «مولوي سدوزي اغا» د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.

مولوي سدوزی اغا چې په دې ورستیو کې د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې مېشت وو، د تېر جهاد مجاهد وو او هماغه مهال یې خپل دوه زامن له روسانو سره په وسلواله مبارزه کې قرباني کړي وو چې د «لالا ملنګ» په نامه زوی یې د کندهار د مشهورو جهادي قوماندانانو له ډلې څخه وو.

طالبانو د یوې اعلامیې له لارې د نوموړي په مړینه خواشینې ښودلې، د نوموړي کورنۍ ته یې تسلیت ویلی او د سدوزي اغا مړینه یې ستره ضایعه بللې.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه لیکي « اسلامي امارت د نوموړي وفات افغان مسلمان او مجاهد ملت ته ستره ضائعه بولي، د آغا صاحب کورنۍ، شاګردانو او ټولو متعلقینو ته يې په اړه د زړه له کومې تسلیت وايي، مرحوم آغا صاحب په تېر او اوسني جهاد کې خورا ستر رول لوبولی، د ده مرحوم کورنۍ او شاګردانو د جهاد په دورانونو کې سترې کارنامې پرې ايښې او خورا ښه خدمتونه يې ترسره کړي چې دا د جناب مرحوم آغاصاحب د تربيې او روزنې مثبت اثرات وو.»

%d bloggers like this:
/* ]]> */