افغانستان

اروزګان: ګډوځواکونو شپږو کلیوال وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

عزم( یکشنبه، ۲۷ زمری ،۱۳۹۸)راپورونه وایی، چې افغان ځانګړو ځواکونو چې امریکایانو یې هم ملتیا کوله، تیره شپه د اروزګان ولایت د چهارچينو ولسوالۍ  مرکز ته څیرمه سیمه کې د ولسي خلکو پر کورونو خونړۍشپنۍ چاپه وهلې ده.
خبرزیاتوي، ګډوځواکونو له چاپې سره سم د خلکو د کورونو تالاشي پیل کړې چې پر مهال یې درې۳ تنه کلیوال وګړي، په خورا بې رحمانه توګه په شهادت رسولي دي.
سیمیزې سرچینې دغه راز وایی، په دې پیښه درې تنه نور کلیوال هم لګیدلي، چې اوس په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د خلکو په وینا، ګډوځواکونو له سیمې څخه دوه تنه کلیوال وګړي د بندیانو په توګه له ځانه سره وړي او د خلکو ۴ عرادې شخصي وسایط یې هم سوځولي دي.
ګډوځواکونو داسې مهال پر ولسي افغانانو خپل بریدونه روان ساتلي، چې په همهاله توګه د سولې مذاکرات هم وروستي پړاو ته رسیدونکي دي او ښایي ژر د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرې پریکنده پایلې ته ورسیږي

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */