افغانستان

سرچینې: د کابل او واشنګټن اړیکې یوځل بیا سختې خرابې شوې

عزم( یکشنبه، ۲۷ زمری ،۱۳۹۸)له ارګ څخه کره او باوري سرچینې وایي چې د کابل حکومت د مشرانو او امریکایي چارواکو ترمنځ اړیکې سخت ترینګلي حالت ته رسیدلې او دواړه لوري پر یو او بل سخت بې باوره شوي دي.
سرچینې وایي، تیر ماښام مهال په ارګ کې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د بیلابیلو هیوادونو سفیرانو ته د میلمستیا په خاطر لوی مراسم نیول شوي وو، چې د امریکا سفیر جان باس په کې له ګډون څخه نټه کړې ده.
د سرچینې په وینا،  نوموړی دغه محفل ته له مهمو غوښتل شویو کسانو څخه وه، چې د ارګ له پرلپسې دعوتونو بیا هم دې غونډې ته نه دی ورغلی.
سرچینه دغه راز وایی، چې د کابل د بیګاني خونړي برید وروسته اشرف غني غوښتل چې له امریکایی ولسمشر ټرمپ او د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره تلیفوني اړیکه ونیسي، خو له مقابل لوري ورته ویل شوي چې باید له زلمي خلیلزاد سره چې د امریکا استازی دی، خپلې غوښتنې او مشورې  شریکې کړي

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */