افغانستان

د مشروع ادارې نشتوالی به د سولې په اړه پرېکړو ته ستونزې راولاړې کړي

د ولسمشرۍ د نوماند محمد اشرف غني د ټاکنیز کمپاین رييس عمر داوود زي د واده پر مراسمو برید ته په غنوته کې ویلي، چې د افغانستان د ښمنان غواړي د خلکو تر منځ وېره خوره او نظام کمزوری وښيي.

ټاکل شوې وه، چې ولسمشر غني د اسماعلیه شورا په کمپاینې غونډه کې ګډون وکړي، چې د هغه په ملاتړ جوړه شوه وه؛ خو هغه د خپل ټاکنیز کمپاین رييس عمر داوودزی غونډې ته واستوه.

عمر داوودزی وايي، چې ولسمشر غني د برید قربانیانو ته د درناوي په خاطر په غونډه کې ګډون ونکړ. د عمر داوودزي په باور؛ دا ډول بریدونه د هېواد د دښمنانو د هغو پلانونه یوه برخه ده، چې غواړي د ټاکنو په ګډون مهمې چارې له ستونزو سره مخ کړي.

د داوودزي د څرګندونو له مخې؛ دا برید د ټاکنو د ګډوډولو د هڅو یوه برخه ده. د مشروع ادارې د نشتوالي په صورت کې به د سولې په اړه پرېکړې تازه ستونزې را ولاړې کړي.

د افغانستان د اسماعلیه سراسري شورا ريیس غلام قادر سخي زاده د دغې غونډې په ترڅ کې د اشرف غني په مشرۍ له دولت جوړوونکې ډلې څخه خپل ملاتړ وښود او زیاته یې کړه، چې په دولت جوړونه کې باید خلکو او په ځانګړې توګه اسماعلیانو ته د پام وړ ونډه ورکړشي.

که څه هم د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو ترمنځ سیالۍ پیل شوي؛ خو په هېواد کې تاوتریخوالي هم زور اخیستی دی.

%d bloggers like this:
/* ]]> */