د افغانانو روژه (۵)

نعمان لطیف

سهار ملا اذان له کوره ننګرهار ته وخوځېدم. دموټرو تمځای ته نارسیده یو چاغ موټروان چې له قوارې دلاین ډریور نه برېښېد ږغ راته وکړ

– چېرې ځې؟

ننګرهار ته

راځه چې ځو، روان یم

وبښئ موټر مو خالي دی ، زه په بیړه یم.

وروره زه سپارلي نه وړم. جلال اباد کې کار لرم ، ماسپښین بېرته راګرځم. له تا سره به پام هم غلط کړم او دتېلو مصرف به هم یو څه راته سپک شي.

ما چې له خدایه همداسې یو تصادف غوښت ، په خندا شؤم. زما همداسې یو موټر پکار ؤ چې بېرته هم ورسره راشم.

چاغ موټروان داسې په ډکه خوله راته وخندل چې دپېشمني خوړلی خوراک یې ټول په ګېډه کې سره وخوځېد.

 

استاده ننګرهار کې څه کوئ؟

په لوبغالي کې چاودنو زما دیوه غریب او بېؤزله دوست زوی شهید کړی دی ، کورنۍ ته یې لاس پورته کؤم.

خدای دې وبښي ، مبارکه روژه او وطن کې دوژنو تود بازار سړی خواشینی کړي.

 

استاده یؤه خبره درته وکړم؟

هو ویې کړه.

له دې ځایه چې ورځې، که همدا دلارې مصارف مو دیو چا په لاس ورلېږلی وای تر دې لباسي غمرازي به ښه نه ؤ؟

اې وروره! ته ښه وایې خو اوس دلباس زمانه ده او ټول کش پش لباسي دی.

په لباس خدای تعالی رضا کولای شو؟

نه

نو چې نه، نو بیا ولې په داسې بېهوده لباساتو وخت او پیسې ضایع کوو چې نه دخدای درضا سبب ګرځي او نه ټولنې ته خیر لري؟

استاد غلی شو؛ وایي مونږ ډېر په غلطه روان یو.

 

حد اقل دروژې میاشت کې باید له لباسي راشه درشه او جوړ پخیر تېر شو، په هر قول او فعل کې د الله عزوجل رضا هدف ونیسو. داسې نه چې دروژې تکالیف وزغمو خو پای کې دهندو ستړی او خدای ناراضه کیسه ترې جوړه شي.

له ابو هُرَيْرَهْ رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول اللهﷺ وفرمايل:

-ډېر روژه نيوونکي داسې دي چې، هغوی ته له خپلې روژې څخه بغیر له لوږې څخه، نور هېڅ هم لاس ته نه ورځي او ډېر د شپې لمونځ کوونکي داسې دي چې، هغوی ته بغیر له  “بې خوابۍ” څخه نور هېڅه هم په لاس نه ورځي.

(ابن ماجه او نسائي)

سرچینه: کابل ټکی کام

x

Check Also

د اسد اته ويشتمه؛ څو پېښې څو تأثره! | وحيدالله مصلح

د ازادۍ ورځې په مناسبت يوه سيمينار ته د موضوع راته ويل ...