افغانستان

لوی څارنوالي: خلیل فیروزي موقتاً کور ته انتقال شوی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د لوی څارنوالۍ ویاند جمشدرسولي نن یکشنبه په کابل کې خبري کنفرانس ته ویلي چې خلیل الله فیروزي موقتا او په دوه شرطونو کور ته انتقال شوی دی.

د روانې میاشتې په ۲۳مه رسنیو راپورونه ورکړل چې اشرف غني د خلیل الله فیروزي د روغتيايي حالت د څېړلو لپاره ځانګړی کميسيون ټاکلی و او دغه کميسيون ولسمشر ته په خپل راپور کې ويلي چې د فیروزي وضعیت ترينګلی دی او که په زندان کې هغه ته زيان ورسيږي، حکومت به له سختو نيوکو سره مخ شي.

اشرف غني د څېړونکي پلاوي وړانديزونه قانوني بللي او امر يې کړی، چې فيروزي بايد له زندانه خپل کور ته ولېږدول شي.

د لوی څارانوالۍ ویاند بیا ویلي چې نوموړی د یو موظف کمیسیون او داکترانو په پیشنهاد له زندانه کور ته انتقال شوی او تر سخت امنیتي مراقبت لاندې دی.

رسولي زیاته کړه چې له زندانه د فیروزي خلاصول تر ځانګړو تدابیرو وروسته شوی او ملي امنیت مکلف دی چې هغه تر سخت او دایمي مراقبت لاندې ونیسي او هر ۱۵ ورځو کې په کور کې د هغه د موجودیت په اړه لوی څارنوالۍ ته خبر ورکړي.

رسولي ویلي چې نوموړی په دوه شرطونو خلاص شوی لومړی دا چې د کابل بانک اړوند خپل مالي تعهدات به اجرا کوي او دوهم د هغه صحي حالت سمیدل دي.

د کابل بانک د تصفیې مدیر روح الله حبیب ویلي چې فیروزي دغه تعهدنامه لاسلیک کړی او پر همدې اساس فیروزي مکلف دی چې د تداوۍ پر مهال باید ۵۰ سلنه قرضونه خلاص کړي.

د حیبیب په وینا فیروزي په دې وروستیو کې ۱۸ میلیونه ډالرو په ارزښت قرضونه خلاص کړي دي.

فیروزي د کابل باند د قضيې اصلي ونډه وال و چې په ۱۳۹۷ کال کې د مالي فساد او پيسو سپينو په تور په لس کاله بند محکوم شو، هغه بايد ۱۳۷ ميليونه وهل شوي ډالر او ۵۹ ميليونه د هغې جريمه حکومت ته سپارلې وای، چې ټول ټال ۱۹۶ ميليونه ډالر کيږي.

خو د ملي امنیت پخوانی رییس او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل بیا د فیروزي خلاصون  د دېرش میلیونه ډالرو رشوت ښيي چې اشرف غني ته يې د کمپاین لپاره ورکړي.

نبیل په خپله فسبوک پاڼه لیکلي وو چې «د یوې معتبرې سرچینې په اساس، د کابل بانک قضیې اصلي تورن خلیل الله فیروزي له دولت ساز ټیم سره د کمپاین په برخه کې د ۳۰ میلیونه ډالرو د مرستې په بدل کې ازاد شوی، اشرف غني د سمارټ سيټي په قضیه کې هم ښکېل وو او په همدې قضیه کې یې د محمدي په نامه خپل حقوقي مشاور له دندې لیرې کړ».

%d bloggers like this:
/* ]]> */