د کانونو چور؛ له طالب او داعش څخه خطرناک وکیلان څوک دي؟

لیکنه: ارشاد رغاند

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې مېرمن نرګس نهان ترهغې وروسته، چې یوې نړیوالې څېړونکې ادارې پر افغان کانونو د پراخ چور چپاول په اړه خپلې څېړنې خپرې کړې، د دغه چور چپاول خبره تایید کړه .

مېرمن نهان د یوې خبري ناستې پرمهال د وسله والو طالبانو ، داعش جنګیالیو او زورواکو ترڅنګ د ملي او ولایتي شورا یو شمېر وکیلان هم په دغه چور چپاول کې په لاس لرلو تورن او وکیلان یې له طالب او داعش څخه هم په دې برخه کې خطرناک وګڼل .

آغلې نهان دا هم ویلي، چې د دغو وکیلانو او زورواکو نوملړ یې د ملي امنیت شورا دفتر ته سپارلی او پر وړاندې یې د عملي ګامونو په تمه ده .
هغې دغه راز د کانونو د خوندیتوب او د چور چپاول د مخنیوي لپاره د امنیتي سکتور د بېلا بېلو ادارو په کچه د یوې ګډې کمېټې د جوړیدو خبر هم ورکړ .

کانونه ولې چور کیږي ؟
د افغانستان د کانونو چور نوې خبره نه ده،دغه کانونه چې د افغانستان د اقتصادي سرچینو له ترټولو شتمنو او مهمو هغو څخه ګڼل کیږي له لسیزو راهیسې د چور چپاول هدف ګرځیدلی او د جګړې د دوام یو لوی دلیل هم دی .
دا چور تردې حده جدي او نړیوال بازار ته یې قاچاق عامه خبره وه، چې شکایت ترې پښتو شاعرۍ ته هم لاره موندلې ده .

مشهور شاعر پيرمحمد کاروان نیږدې دوه لسیزې مخکې په دې اړه داسې ویر کړی :
د وطن پېغلې مې په غاړه وړي د اوښکو امېل
د پاریس پېغلور ته غمي له بدخشانه رسي

د کانونو د چور یو لوی دلیل په هغو سیمو کې د حکومت نه کنټرول دی، چېرته چې قیمتي کانونه موجود دي. په ضمني دلایلو کې لیدل شوي، چې د حکومت یو شمېر ځایي او مرکزي چارواکي هم په دې چورچپاول کې له مافیایي ډلو او زورواکو سره همکاري کړې ده .

په ټوله کې چېرته، چې د قانون واکمني، امنیت او حکومت نشته او کانونه شته، هلته چور چپاول هم شته .

همدا شان چېرته چې کانونه شته، د چور چپاول لپاره په لوی لاس نا امني رامنځته شوې .د دولت وسله والو مخالفینو هم تر ډېره هغه سیمې د خپلو فعالیتونو لپاره انتخاب کړي، چېرته چې قیمتي کانونه موجود دي او دوی ته له ځایي زورواکو او مافیایي سیاستوالو سره د ګډ چورچپاول زمینه برابره ده .

په مشخص ډول چپاولګر څوک دي ؟
د کانونو د چپاولګرو نومونه که حکومت پټ ساتلي، خلکو او رسنیو تر خپله وسه هڅه کړې، چې را برسېره یې کړي او په مستند ډول یې د چور چپاول بېلګې وړاندې کړي .

د بدخشان د کانونو په چورچپاول کې څو ځله رسنیو د یو شمېر اسنادو له خپرولو سره د ولسي جرګې د غړې فوزیه کوفي د وروڼو د لاس لرلو خبر خپور کړ .

آغلې کوفي، چې په نړیواله کچه د افغان ښځو د یوې مخکښې مدافعې او په کور دننه د یوې مطرحې سیاستوالې په توګه پېژندل کیږي، نه یې حکومت د ورور پر وړاندې غږ پورته کړ او نه د حکومت منتقدو سیاستوالو د حکومت دا خاموشي نقد کړه .

همدا شان په ډېرو نورو سیمو کې رسنیو وخت په وخت د یو شمېر وکیلانو، زورواکو او نورو قاچاقبرو د چورچپاول په اړه هم وار د مخه اندیښنې رسنیزې کړې او هم یې وروسته د دوی له عملي هڅو څخه پرده پورته کړه .

خو نه امنیتي ادارو کوم محسوس او موثر ګام واخېست، نه د کانونو او پټرولیم وزارت د اوله درجه مسول ارګان په توګه غږ پورته کړ او نه ولس په ډله ییز دول د غږ پورته کولو انسجام وموند .

د کانونو او پټرولیم وزارت ملامتي
هسې خو ټول حکومت، هم پخوانی او هم اوسنی د کانونو د چورچپاول په قضیه کې پوره ملامته او حتا شریک دی، خو مستقیمه ملامتي د کانونو او پټرولیم وزارت ته ورګرځي .

د دغه وزارت مخکیني وزیر ډاکټر داود شاه سبا ظاهراً شاوخوا دوه کاله مخکې په دې وجه استعفا وکړه،چې حکومت یې د کانونو د خوندیتوب لپاره د طرحو ملاتړ نه کاوه .
ترهغه وروسته نرګس نهان د وزارت لپاره نومانده شوه، چې ولسي جرګې د باور رایه ورنه کړه او ولسمشر تراوسه پورې د وزارت د سرپرستې په توګه ټاکلې ده .

نیږدې یوه اونۍ مخکې د پیک په نوم د څېړنیزې خبریالۍ یوې ادارې په دغه وزارت کې د پراخو بې قانونیو او خپلسرو څخه پرده پورته کړه، چې ځینې مهم ټکي یې دا وو :

ـ د وزارت ۱۷ قراردادي کارکوونکي د قانون خلاف د بېلا بېلو ریاستونو د سرپرستانو په توګه کار کوي .

ـ ۱۲ نور ریسان، چې ولسمشر له دندو څخه ګوښه کړي او عدلي او قضایي ادارو ته د څېړنو لپاره معرفي کړي، اوس هم خپلې دندې مخته وړي .

ـ بېلا بېل قراردادي شرکتونه له وزارت څخه څه باندې ۴ میلیونه ډالره او ۵۵۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي، خو له تېرکال راهیسې وزارت ترې د پورونو په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی .

څه باید وشي ؟
حکومت که ریښتیا د اقتصادي ځان بسیاینې شعار ته ژمن وي، د کانونو چورچپاول دې جدي وګڼي او په لومړي ګام کې دې دغه وزارت د پياوړې رهبرۍ او قانون مندې فضا لرونکې کړي .

بیا دې د ټولو سیاسي او سلیقوي اړیکو له پام کې نیولو پرته هغه زورواکي، وکیلان او قاچاقبر افشا او زندان ته واچوي، چې د کانونو په چورچپاول کې لاس لري .

پردې سربېره دې د کانونو د خوندیتوب لپاره ځانګړي امنیتي سرتېري موظف او په پوره ډول دې د کانونو خوندیتوب تضمین کړي .

د حکومت ترڅنګ مدني ټولنې، رسنۍ او په ځانګړي ډول ځایي خلک هم په دې برخه کې مسولیت لري، خو دوی تریوه حده خپل مسولیت ترسره کړی او د دوی د ناپامۍ له کبله زړه ماتي شوي دي .

که حکومت خپلو مسولیتونو ته پام وکړ، نور ادرسونه هم خامخا لېواله کیږي او خپله برخه مسولیت ترسره کوي .

سرچینه: یاران ټکی کام

x

Check Also

د میدان وردګو ولایت مرکز کوته عشرو مربوطاتو کې د طالبانو او افغان دولت په ګډه د اختر لمانځل

لیکوال: نثار احمد امرخیل توجهُ عسکره! منم چې په جګړه کې ښکېل ...