د طالبانو الخندق عملیات ولي تر توقع زیات بریالي دي؟!

احمد مختار

د بهرنیو او دولتي ځواکونو خلاف د الخندق عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو وروستیو پرمختګونو په نړیوالو رسنيو کې پراخ انعکاس کړی دی.

رویټرز خبري آژانس په خپل وروستي رپوټ کې لیکلي چې د ټرمپ د پوځي ستراتیژي په ترڅ کې امریکايي بمبارونو پر طالبانو کوم اغیز نه دی کړی؛ بلکې د هغوی جګړه لا تونده شوي او پر لپسې ډول یې د افغانستان په ډیرو سیمو کې دولتي مرکزونه تر خپل واک لاندې راوستي دي.

همدا راز د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او بيا رغونې د څار ادارې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې د افغانستان په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تګلاره د اټکل پر خلاف د مخالفينو په ځپلو کې ناکامه او طالبان یې په مقابل کې د پرمختګ په حال کې دي.

دغه اداره وايي، چې د امریکايي او افغان چارواکو د توقع خلاف د طالبانو ستر او واړه بريدونه په توندي سره روان دي او افغان حکومت يوازې پر پنځه شپېته سلنه خاوره واکمن دی.

د طالبانو په پرمختګونو د غربي رسنیو پورتنیو رپوټونو ته په کتو سره داسې ښکاري چې د هغوی (طالبانو) الخندق عملیات په غیر متوقع ډول بریالي او جانب مقابل یې له وار خطايي سره مخ کړی دی.

دا چې امریکايي او دولتي ځواکونه ولي د الخندق عملیاتو د کابو کولو توان نه لري لامل یې په لاندې لیکو کې لولو:

پردۍ او بي موراله جګړه:

اساسي خبره داده چې په افغانستان کې جګړه د امریکايي ځواکونو لخوا پیل شوې او د پرمخ وړلو ابتکار يي هم ټول د هغوي په لاس کې دی.

سره له دې چې امریکايي او د هغوي نور بهرني ایتلافي جنګیالي له نظامي لحاظه ښه مجهز خو نه د افغانستان له اراضي سره بلد دي او نه په افغانستان کې د جنګیدلو انګیزه لري.

فقط هغوی ته د امریکايي چاروا کو لخوا ویل شوي چې تاسو په افغانستان کې په اصطلاح د تروریستانو په خلاف د جنګیدو ماموریت لرئ، خو ډیر ځله هغوی خپله لیدلي چې د دوي په بریدونو کې بیوزله ولسي وګړي ، بوډاګان، ښځي او آن ماشومان وژل شوي ، او کله خو لا داسې هم پیښ شوي چې د دوي په هوايي بریدونو کې هغه دولتي سرتیري کوم چې د دوي مدافعین دي په بیرحمي سره وژل شوي دي.

د طالبانو خلاف جګړه کې داخلي ځواکونو فقط د هغو اجرتي جنګیالانو په حیث کارول کاریږي چې نه یې د جګړې صلاحیت په لاس کې دی او نه هم د هغې لپاره هیڅ کومه انګیزه لري.

هو! د هغوي په منځ کې ځیني کسان شته چې د قومي او مذهبي تعصب په لحاظ په ځینو سیمو کې له سیمه ییزو خلګو څخه د غچ اخیستنې په روحیې جنګیږي .

دا ډول عملیات د ولسمشري د سلب صلاحیت شوي مرستیال جنرال دوستم لخوا د ملي یووالي حکومت د جوړیدو په مهال د هیواد په شمال په تیره فاریاب، سرپل، جوزجان، سرپل او بغلان کې د ځایي خلګو خلاف تر سره شول چې په موقتي ډول یې ځیني سیمي له محلي خلګو تصفیه خو وروسته هغه سیمې هم بیرته په کلي ډول د دولت له واکمنۍ وایستل شولې.

نور د هیواد په هره سیمه کې چیرته هم چې دولتي ځواکونه د طالبانو خلاف جنګیږي فقط له بهرنیو ځواکونو څخه د بي صلاحیته مدافعینو په حیث جنګیږي ، بي صلاحیته په دې معنی مثلا که نن د امریکايي ځواکونو لخوا د هلمند ولایت د تخلیه کولو او پریښودلو پریکړه وشي افغان ځواکونه په هیڅ صورت نه د دې واک لري چې د بهرنیو ځواکونو د پریکړې مخالفت وکړي او نه هم په پوځي لحاظ د دې وړتیا لري چې یوه ورځ دي د امریکايي ځواکونو له هوايي حمایت پرته د طالبانو د بریدونو په مقابل کې مقاومت وکړي.

د تیرې اونۍ د فراه جګړه يي یوه ژوندۍ بیلګه ده که د امریکايي ځواکونو هوايي حمایت نه وای فراه ښار به نن هم د طالبانو په ولکه کې و.

د جګړې په ډګر کې نه همغږي

د ملي یووالي حکومت د ولسي جرګې او په فراه ښارکې د عیني شاهدانو په حواله ویل کیږي چې په فراه باندې د طالبانو د وروستۍ جګړې په مهال د فراه ولایت والي او اړونده ځوکونو یې پرته له دې چې له طالبانو سره مقاومت وکړي خپل ځان د فراه ولایت مرکزي لیوا ته رسولی او د دې ولایت امنیه قومندان او ځواکونو په یواځي سر د طالبانو مقابلې ته پري ایښي وو.

دا وضعیت یواځې په فراه ښارکې نه ؛ بلکې په مرکز کابل کې د حکومت له غبرګومشرانو ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله نیولې بیا د هر ولایت تر والي او امنیه قومندان پوري جریان لري.

د فراه تر جګړې دوه ورځې مخته چې له بدخشانه تر فاریابه د ولسوالیو د سقوط تسلسل پیل شو او په سلګونو دولتي سرتیري ورکې مړه و ژوبل شول ډاکټر عبدالله د وزیرانو د شورا په مجلس کې په غوسه ناکه لهجه وویل چې مونږ په لوي لاس امنیتي سرتیري د مرګ کندې ته ورټیل وهو او مسؤلیت يي په غاړه نه اخلو.

ځکه په دغو بحراني شرائطو کې په دولتي سطحه مونږ هیڅ داسي تدابیر نه لرو چې د خپلو امنیتي سرتیرو د ژغورنې او خوندیتوب لامل شي، له څو اونیو راهیسي نه امنیت شورا او نه هم د ولسمشر په رهبري د امنیتی چارواکو غونډه دائره شوې چې د هیواد د ورستی پیښو په اړه ورکې لازم تصامیم ونیول شي …

خو په عین همدي ورځ د ولسمشر ویاند ښاغلي چخانسوري د اجرائیه رئیس د خبرو په تردید کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې اجرائیه رئیس د ولسمشر او امنیت شوری له پریکړو ناخبره او ښاغلی غني د هیواد وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندان په توګه هروخت غونډې کړي او د هیواد په بیلا بیلو برخو کي پوځي چارواکو ته لازمه اوامر صادر کړي.

په محاربوي اجراآتو کې نظامي هماهنګي د محاربي له اول نمبر لومړیتوبونو څخه ده ، خو د ملي یووالي په نوم حکومت د منسوبینو او امنیتي چارواکو ترمنځ د عین محاربي په حالت کې د هماهنګي په ځای ښکاره مخالفت موجود دی.

یعني د طالبانو خلاف جګړه کې نه د امریکا او ناټو ترمنځ محاربوي همغږي شته ، نه د امریکا او ملي یوالي حکومت ترمنځ او نه هم خپله د داخلي ځواکونو ترمنځ ، چې دې کار د طالبانو الخندق عملیاتو ته په ټول هیواد کې له توقع پورته د بریالیتوب چانس برابر کړی دی.

The post د طالبانو الخندق عملیات ولي تر توقع زیات بریالي دي؟! appeared first on نن ټکی اسیا.

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

انتخابات و نمایش کاذب رژیم

محمود احمد نوید رژیم کابل جدیدا پروسه انتخابات را با شد و ...