د پاټا حقوقي حیثیت

دوکتور م، ع، تره کي

پاکستان د آزادو قبایلو د حقوقي حالت په بدلولو سره پخپله ډیورنډ کرښه تر سوال لاندې راوړي :

فاټا او پاټا په حقوقي لحاظ لانجمنه سیاسي او جغرافیایي سیمه ده. پاکستان حق نلري چي د ګاونډي افغانستان د موافقت پرته د هغې حقوقي جوړښت ته بدلون ورکړي.

دغه سیمه په هند کې واکمن انګریز د نولسمې پیړيۍ په پای کې د وخت د تحت الحمایه افغانستان څخه جلا کړه.

برتانیه د 2430 کیلومټره د ډیورنډ لاین د کرښې په راکښلو سره ټوله فاټا ( 27000 کیلو میټرمربع ) برتانوي هند سره وتړل.

د پښتنو د پرلپسې مقاومتونو څخه وروسته ښکیلاکګر انګریز دې ته اړ شو چي پاټا ته په اروپا کې ’’ موناکو ‘‘ ،’’ واتیکان ‘‘ او ’’ هاندور ‘‘ ته ورته حقوقي خپلواکه دولتي حیثیت ورو پیږني او فاټا ته کورنۍ خود مختاري ور په برخه کړي خو په 1947 کې د پاکستان په رامنځته کیدو د یو یونټ ډنډوره وغږوله شوه چي په ترڅ کې یې پښتونخوأ سیمه د پاکستان د مرکزي حکومت تر واک لاندې راغله او آزاد قبایل نیمه خپلواکه پاتې شوه. خو سره له دې عملاً د سیمې پښتانه مشران د لوېیي جرگې د استازو په توگه کابل ته تلل. اَن په شلمه پېړۍ کې به هم د اوسني پاکستان د مومندو او باجوړو نمایندگانو دا لړۍ روانه ساتلې وه.

نن پاکستان پدې لټه کې دی چي په یوه اړخیزه توګه ( د افغانستان د توافق او په سیمه کې د رفرنډوم د پروسې څخه پرته ) په افغانستان کې د پردیو تر تحکم لاندې د یوه ملي ضد او کمزوري حکومت د شته والې په ګټه اخیستو سره آزاد قبایل د مرکزي حکومت تر ولکې لاندې راولي.

دغه توره ورځ که له یوې خواه سیاسي ناوړه پایلې لرلای سي له بلې خواه پاکستان د آزادو قبایلو د حالت په بدلولو سره، په قبایلو کې د استعمار نه پاتې شوې حقوقي نظام او د هغې جملې نه د ډیورنډ د کرښې حقوقي بنست پخپله تر سوال لاندې راولي او افغانستان ته د داعیې د یوه اړخ په توګه حقوقي پیاوړی لاسوند ور په برخه کوي.

پای
24/05/2018

The post د پاټا حقوقي حیثیت appeared first on نن ټکی اسیا.

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

انتخابات و نمایش کاذب رژیم

محمود احمد نوید رژیم کابل جدیدا پروسه انتخابات را با شد و ...