د “پيدا كول، سمول او وژل” پوځي دوكتورين

جرمي سكاهېل- انټرسېپټ / ژباړن: نورالحق حيدر

(د څلورم راپور وروستۍ برخه)

دغه چارواکي: «د پنټاګون جنرالانو ته د سي آی اې کارکوونکي ملکي مامورين ښکاري، د پنټاګون د چارواکو خولې چې بوی کړې؛ نو د سي آی اې کارکوونکي چې په سالونونو کې د شرابو پيالې کړنګوي او شور او زوږ يې جوړ کړی وی او پر پوځ امرونه کوي. په پوځ دا ښه نه لګي او غواړي خپل نفوذ زيات او ځانونه له سي آی اې خلاص کړي.»

د پنټاګون څېړنه وسله‌وال عمليات په سوداګريزه ژبه (د شرکتونو ژبه) تشريح کوي. له دې سره د څېړنې ژبه دومره پېچلې شوې چې د سوچه کولو له‌پاره يې يوه محصول ته اړتيا پيدا شوې ده. د کامپيوټرونو شرکت (آی بي ايم) د دې څېړنې په تشريح او واضح کولو کې له پنټاګون سره مرسته کړې ده. دغه شرکت په ډېر وياړ وايي: «موږ د پنټاګون د عملياتو مفاهيم په سوداګريزه ژبه اړوو؛ دوی ته داسې سافټويرونه او وسيلې جوړوو چې عمليات ورسره ښه کېږي او نوې وړتياوې پنځوي. همدارنګه په څېړنه کې د دوديزو جګړو موده او کړنلارې له پټوجګړو سره پرتله شوي دي. په دوديزو جګړو (لکه د افغانستان او عراق جګړې) کې امريکا زيات سرتېري د جګړې ډګرونو ته لېږي. د پټو جګړو په ډګرونو کې (لکه د سوماليا او يمن جګړې) لږ امريکايي سرتېري مېشت وي او پوځي حضور يې محدود وي. د يمن او سوماليا د پټو جګړو په پرتله، په افغانستان او عراق کې د ځانګړو عملياتو ځواکونو په عملياتو کې خلاص لاس درلود او د وژلو/نيولو د پروګرام په يوه منظمه برخه وه. په يمن او سوماليا کې يې بيا تر دغو سختو اصولو او لارښوونو لاندې عمليات کول. څېړنه د دغو دواړو عملياتو د پرتلې په پايله کې وايي: «د پخوانو عملياتو په پرتله په پټو جګړو کې د اهدافو د ترلاسه کولو له‌پاره عملياتو ته ډېر وخت ورکول کېږي.» همدارنګه په څېړنه کې د دوديزو جګړو موده او کړنلارې له پټو جګړو سره پرتله شوې دي. په دوديزو جګړو (لکه د افغانستان او عراق جګړې) کې امريکا ډېر سرتېري د جګړې ډګرونو ته لېږي. د پټو جګړو په ډګرونو کې (لکه د سوماليا او يمن جګړې) لږ امريکايي سرتېري مېشت وي او پوځي حضور يې محدود وي. د يمن او سوماليا د پټو جګړو په پرتله، په افغانستان او عراق کې د ځانګړو عملياتو ځواکونو په عملياتو کې خلاص لاس درلود او د وژلو/نيولو پروګرام يوه منظمه برخه وه؛ په يمن او سوماليا کې یې بيا تر دغو سختو اصولو او لارښوونو لاندې عمليات کول. څېړنه د دغو دواړو عملياتو د پرتلې په پايله کې وايي: «د پخوانو عملياتو په پرتله په پټو جګړو کې د اهدافو د ترلاسه کولو له‌پاره عملياتو ته ډېر وخت ورکول کېږي.» په يوه محرم سند کې پر مهمو جګړه مارو د بريد د امر اخيستلو اداري پروسه ښوول شوې ده، کله نا کله خو به د بريد له‌پاره اجازه په څو کاله کې اخيستل کېده. په محرمو اسنادو کې ويل شوي؛ د هدف په تړاو «د تقريبي باور معيار او په بريد کې ملکيانو ته د زيان نه رسولو غوښتنه د بريالي بريد چانس راټيټوي.» د پنټاګون څېړنې د هدف په تشخيص او ملکيانو ته د زيان نه اړولو په برخو کې د بې پيلوټه الوتکو پر نيمګړتياوو سترګې پټې شوې دي. په تېره بيا پر دې چې پنټاګون کافي بې پيلوټه الوتکې نه درلودې او په څارګرو الوتکو کې د ويډيو نصب شوې وسيلې به سوځېدې او ټوله الوتکه به يې ورسره لولپه کوله. د ځانګړو عملياتو يوه جګپوړي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط انټرسېپټ ته ويلي: «د پنټاګون څېړنې ته تر ډېره د شکايتونو د نچوړ په سترګه کتل کېږي.» دغه چارواکی د دې څېړنې د پيغام په تړاو وايي: «دا څېړنه را ته وايي چې ستاسو را سپارلي کارونه کولای نه‌شو، ځکه تاسو راته د دې کارونو له‌پاره سرچينې نه راکوئ.» د اوباما دوره مخ پر ختمېدو وه، خو د پنټاګون او سي آی اې ترمنځ د بې پيلوټه الوتکو په پروګرام د کنټرول له‌پاره لا سيالي روانه وه. ځينې راپورونه وايي چې دواړې خواوې دې د بې پيلوټه الوتکو د چلولو له‌پاره يوه ګډه قومانداني جوړه کړي. د دې راپور د ليکلو پر مهال پوځ ډېری هغه شيان تر لاسه کړي چې د پنټاګون په څېړنه کې يې د نه لرلو له امله ګيلې مانې کړې وې. په اګسټ کې وال سټريټ ژورنال خپرونې يو راپور خپور کړ چې پکې ويل شوي وو: «د امريکا پوځ غواړي چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د بې پيلوټه الوتکو پروازونه څو چنده زيات کړي. له دې سره به د پوځ قوماندان زياتو استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی پيدا کړي او په نړۍ کې د نويو راټوکېدونکو ګواښونو د له منځه وړلو له‌پاره به پرېمانه ځواک ولري.» په راپور کې وړاندې راغلي و: «تر ۲۰۱۹م پورې به د بې پيلوټه الوتکو پروازونه ۵۰ سلنه زيات شي.» د وال سټريټ ژورنال په راپور کې ليکل شوي و: «پنټاګون چې څارګري پراخوي ورسره جوخت به وسله‌وال بريدونه هم ډېر کړي.»

پاى

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

x

Check Also

سپېڅلي مقاومت، جګړه غوښتونکي له جګړې بېزاره کړل

د يوه هدف د ترلاسه کولو لپاره چې هر قدم په ريښينې ...