افغانستان

طالبانو؛ تر خپل کنټرول لاندې سیموکې دخپلواکۍ سلمه کلیزه ولمانځله

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۲۸ زمری ، ۱۳۹۸ل)

وسلوالو طالبانو ترخپل واک لاندې سیمو کې په ډېر زور او شور سره له برتانوي استعمارګرو څخه دازادۍ/خپلواکۍ سلمه کلیزه ولمانځله.

دطالبانو په رسمي وېب سایټ《الاماره》کې له نشر سویو ویډیوګانو او عکسونو څخه مالومیږي چې په لویو محافلو کې دعلماوو له لوري تقریرونه او ترانې اورول کیږي.

علماء او نعتخوانان ملت ته په حماسي تقاریرو او ترانو کې دپخواني استعمار《برتانیا》 دماتې او اوسني《امریکا》 د عنقریب ټوټه کېدا مبارکیانې ورکوي.

دې ډلې نن سهار په یوه اعلامیه کې عام ملت ته ددې ویاړمنې ورځې په مناسبت مبارکي ویلې وه، او دا ویاړ یې دهغو خلکو حق بللی وو چې اوس هم دغربي استعمار خلاف مسلحه مبارزه کوي.

طالبانو لیکلي وو چې ‏ددوی اسلافو پخوا د انګریز او شوروي استعمار پر ضد جهاد اوقربانۍ ورکړې، او دوی د الله تعالی په نصرت او د خپل اولس په ملاتړ په یوویشتمه پیړۍ کې دغربي استعمار خلاف مبارزه کوي.

طالبانو خپل ملت ته د راتلونکي په اړه بالقوه مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده چې د روان جهاد له برکته هغه ورځ را نژدې ده چې اوسني اشغالګر هم د برتانوي او شوروي یرغلګرو په څېر په ټولیزه توګه له ګران هیواده ووځي او افغان مسلمان ملت لکه د یوه پيړۍ پخوا په څير یو وار بیا د استقلال د اعادې او عزت توغ پورته کړي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */