نړۍ

په مومندو ایجنسۍ کې دوه پو ځیان وژل شوي

مومندو ایجنسي کې پر پاکستاني پوځ برید شوی.
د (ټرایبل نیوز) سرچینې د مالوماتو له مخې پرون د یکشنبې په ورځ د مومندو ایجنسۍ تحصیل بایزو ” تورخېلو” سیمه کې پر پاکستاني پوځ د درازکوپ په مټ برید شوی چې له امله یې دوه پوځیان مړه شوي،
راپور زیاتوي چې یو برید سهار مهال شوی چې یو پوځي پکې ځای پر ځای مړ او دوهم برید مازیګر شوی چې د یو پوځي په وژل کېدو پای ته رسېدلی.
یاده دې وي چې ددې برید پړه د حزب الاحرار ډلې ویاند ټرایبل نیوز ته په یو راستول شوي راپور کې منلې ده.

%d bloggers like this:
/* ]]> */