افغانستان

شنونکي: افغانستان لا هم سیاسي، اقتصادي او پوځي استقلال نه لري

 
عزم( دوشنبه، ۲۸زمری ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې ارګ د خپلواکي ورځې لمانځنه کې  د دولت له بودیجې ۳۸۳ میلیونه ډالر لګولي، یو شمیر سیاسي مشران،شنونکي او پوځي کارپوهان په دې آند دي چې افغانستان لا هم اقتصادي، پوځي او سیاسي خپلواکي نه لري.
د حزب اسلامي مشر او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار وایي، هیواد مو بشپړ اشغال دی او د خپلواکي سلمه کلیزه داسې مهال راځي چې موږ خپلواکي او ملي حاکمیت نه لرو.
بل خوا بیا د سیاسي چارو شنونکی او پاکستان کې پخوانی افغان دیپلومات احمد سعیدي ویلي، په داسې حال کې چې د حکومتي مشرانو په غیاب کې د افغانستان د لوړو قضایاوو په هکله امریکایان پرېکړه کوي هغه هم له مشورې پرته،  دا سیاسي تړاو نه دی دا یو ډول غلامي ده.
په ورته مهال ایران کې نوی افغان سفیر غفور لیوال ویلي، چې افغانستان په پرلپسې توګه د پردیو له خوا تر نیواک لاندې راغلی چې له همدې امله اوسنۍ امریکا او ناټو هم له پخواني انګریزي استعمار سره ورته والی لري او په یو دول نه یو ډول یې د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکه او فضا اشغال کړي او پر وړاندې یې روانې مبارزې ته مشروعیت وربښلی دی.
بل پلو بیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خان جان الکوزی طلوع نیوز ته ویلي چې افغانستان لا هم هغې کچې ته نه دی رسېدلی، چې اقتصادي خپلواکي ولري او په خپلو اوګو ودریږي.
نوموړی زیاتوي، ټول اقتصادي پلانونه تر ژمنو منحصر او د کاغذ پر مخ پاتې دي او کومه عملي جنبه یې نه ده غوره کړې.
د افغانستان غوڅ اکثریت عام وګړي که څه هم وایي چې د هیواد ځمکه او فضا د بهرنیو قوتونو لخوا اشغال دي خو وایي چې له روانو خونړیو جګړو او وحشیانه بمباریو، چاپو څخه د پام غلطولو په خاطر ښارونو کې میله ځایونو ته ځي

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */