افغانستان

د ارګ ویاند ټرمپ ته: د بهرنیو ځواکونو وتل باید د واشنګټن او کابل امنیت یقیني کړي

عزم( دوشنبه، ۲۸زمری ،۱۳۹۸)وروسته تر هغه چې امریکایي ولسمشر ډونالډټرمپ په یوه ویډیو پیغام کې له افغانستان نه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو ژمنه وکړه، خود قوي استخباراتي حضور د زیاتوالي خبر یې ورکړ  ، تازه د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د ټرمپ دا څرګندونې مایوسه کوونکې بللې دي.
صدیقي  آزادۍ رادیو ته ویلي، امریکایي مشران باید هغه مهال له طالبانو سره دا ډول توافق وکړي چې د امریکا او کابل امنیت ته ګواښونه ختم او افغانستان بیا د طالبانو لپاره په خوندي کور بدل نه شي.
صدیقي ویلي «زمونږ موخه دا ده چې واشنګټن او کابل متحد دي، ګډې ګټې لري او د بهرنیو ځواکونو وتل هم باید حالاتو او شرایطو ته په کتو ترسره شي»
ارګ داسې مهال د بهرنیو ځواکونو پر وتلو اندیښنه څرګندوي او د امریکا لپاره یې بالقوه خطر بولي، چې امریکا د خپلو ټولو پوځي او استخباراتي ډلو د ایستلو پر سر له طالبانو سره هوکړې ته نږدې شوې او ښایي راتلونکی نهم پړاو برخه لیک ټاکونکی وي.
د یادونې وړ ده چې په تیرو ورځو کې غني او ویاندویان یې  افغان جګړه په پرلپسې توګه امریکایي ګټو ته منسوبوي او د لویدیځو هیوادونو د خوندیتوب لامل افغانستان کې د طالبانو پرضد روانه جګړه بولي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */