د فاټا حقوقي حیثیت

دوکتور م، ع، تره کي

پاکستان د آزادو قبایلو د حقوقي حالت په بدلولو سره پخپله دیورند کرښه تر سوال لاندې راوړي :
فاتا او پاتا په حقوقي لحاظ لانجمنه سیاسي او جغرافیایي سیمه ده. پاکستان حق نلري چه د گاوندي افغانستان د موافقت نه پرته د هغې حقوقي جوړښت ته بدلون ورکړي.

دغه سیمه په هند کې واکمن انگریز د نولسمې پیړي په پاي کې د وخت د تحت الحمایه افغانستان نه جلا کړه. برتانیه د 2430 کیلومټره د ډیورنډ لاین د کرښې راښکلو سره ټوله فاټا ( 27000 کیلو میټرمربع ) برتانويهند سره وتړل. د پښتنو د پرلپسې مقاومتونو نه وروسته شکیلاکگر انگریز دیته اړ شو چه پاتا ته په اروپا کې ’’ موناکو ‘‘ ،’’ واتیکان ‘‘ او ’’ هاندور ‘‘ ورته، حقوقي خپلواکه دولتي حیثیت ورو پیږني او فاتا ته کورني خود مختاري ور په برخه کړي. خو په 1947 کې د پاکستان په رامنځته کیدو د یو یونت دندوره وغږوله شوه چه په ترڅ کې یې پښتونخوأ سیمه د پاکستان د مرکزي حکومت تر واک لاندې راغله او آزاد قبایل نیمه خپلواکه پاتې شوه. خو سره له دې عملاً د سیمې پښتانه مشران د لوېی جرگې د استازو په توگه کابل ته تلل. اَن په شلمه پېړۍ کې به هم د اوسني پاکستان د مومندو او باجوړو نمایندگانو دا لړۍ روانه ساتلې وه.

نن پاکستان پدې لته کې ده چه په یوه اړخیزه توگه ( د افغانستان د توافق او په سیمه کې د رفرندوم د پروسې نه پرته ) په افغانستان کې د پردیو تر تحکم لاندې د یوه ملي ضد او کمزورې حکومت د شته والې په گته اخیستو سره آزاد قبایل مرکزي حکومت تر ولکې لاندې راوړي.

دغه توره ورځ که له یوې خواه سیاسي ناوړه پایلې به ولري له بلې خواه پاکستان د آزادو قبایلو د حالت په بدلولو سره، په قبایلو کې د استعمار نه پاتې شوې حقوقي نظام او د هغې جملې نه د دیورند د کرښې حقوقي بنست پخپله تر سوال لاندې راوړي. افغانستان ته د داعیې د یو اړخ په توگه حقوقي پیاوړې لاسوند ور په برخه کوي.

پای

سرچینه: نړۍ نیوز

x

Check Also

تر درې ورځني کامیابه اوربند وروسته د طالبانو خبرپاڼه

(نن ټکی اسیا): نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ...