افغانستان

دسوریې؛ په ادلیب ایالت کې روسي الوتکو دترکي پوځ کاروان بمبار کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۲۸ زمری ، ۱۳۹۸ل)

له سوریې څخه رپوټونه وایي چې په ادلیب ایالت کې روسي جنګي الوتکو د ترکیې پوځ پر یوه کاروان بمبار کړی او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

سوریه او روسیه تور لګوي چې د ترکیې دې پوځي کاروان په ادلیب ایالت کې د ولسمشر بشارالاسد وسله والو مخالفینو ته وسلې لېږدولې چې ددوی تر برید لاندې راغلی.

ترکیې تېر کال له روسیې سره تر یوې هوکړې وروسته په ادلیب ایالت کې خپل یو شمېر ځواکونه ځای پر ځای کړل.

د سوریې حکومت په ادلیب ایالت کې د ترکي پوځ د وسلو دا کاروان غندلی او هڅه کوي چې مخکې تلو ته یې پرېنږدي.

پر دې کاروان بمباریو کې د سوریې حکومت مخالف یو وسله وال هم وژل شوی دی.

خو ترکیه ادعا کوي چې دې هوایي بریدونو کې درې ولسي وګړي وژل شوي دي او ۱۲ تنه نور ټپان دي.

اوس وېره دا ده چې هسې نه د ترکیې پوځ هم غبرګون وښیي او دواړه هېوادونه په مخامخ جګړه کې ښکېل شي.

ادلیب ایالت یو له هغو سیمو دی چې دا مهال د سوریې حکومت په کنټرول کې نه دی.

دسوریې پوځ ویلي چې دترکیې دا وسلې به ددوی مخه ډب نکړي، اوپه ټول توان به هڅه وکړي چې دا ایالت له مخالفینو ونیسي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */