خبرپاڼې

جمهوررئیس غني په کابل کې د وروستۍ تروریستي پېښې د ټپیانو پوښتنه وکړه

د ارګ خبرپاڼه

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام په ایمرجنسي روغتون کې د هغو ټپیانو د حالت پوښتنه وکړه، چې د کابل ښار په شپږمه ناحیه شهر دوبۍ هوټل کې د واده پر مراسمو د تروریستي برید په پایله کې، ټپیان شوي وو.

د ټپیانو د پوښتنې پرمهال معالجو ډاکټرانو جمهوررئیس ته د هغوی د روغتیایي حالت او د درملنې د څرنګوالي په اړه  معلومات ورکړل.  

جمهوررئیس غني د خدای تعالی په دربار کې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه او د ایمرجنسي روغتون مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د ټپیانو د درملنې او پالنې په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.

د یاد روغتون مسوولینو جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې ټپیانو ته پر وخت رسیدګي کېږي او د دوی د درملنې په برخه کې به لازیات کوښښ وکړي.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */