امريکا د ډانګ او پړانګ تر منځ!

ليکوال: ګل محمد سلام خېل

څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف امريکا هڅولې وه تر څو د افغانستان په اړه له شوروي اتحاده پند واخلي.

نوموړي ويلي ؤ امريکا ته نور نه ښايي د افغانستان ناپايه جګړې ته ادامه ورکړي، امريکا بايد له روسيې عبرت واخلي چې بالآخره يې خپله ماته ومنله او ووتل.

همداراز له نوموړي دوه ورځې وروسته د بريتانيا دفاع وزير ګاوين ويليامسون هم خپل پارلمان ته په وينا کې له حکومته وغوښتل چې نور بايد له افغان جګړې د راوتلو په موخه له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. بايد وويل شي چې تر ګاوين وړاندې د دې هېواد لومړۍ وزيرې ټيرازمای هم وسله والو طالبانو سره له مخامخ خبرو ملاتړ ښودلی ؤ.

خو دا يوازې روسيه او برېتانيا نه دي چې امريکا يې په افغانستان کې ناکام بللې، بلکې تر دې پخوا په لسګونو او سلګونو نورو کفري ممالکو او لوړ پوړو چارواکو هم اعتراف کړی چې افغان ولس سره جګړه يوازې د خپل ځان تباه کول دي او بس.

لکه چې څه لنډه موده وړاندې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ويلي ؤ چې خپله د امريکا مغرور ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم افغان جګړه کې ښکېلتيا حماقت بللی او د دغه هېواد له جمهوري غوښتونکي سناتور (رنډ پاول) سره يې د پردې تر شا خبرو کې ويلي ؤ چې نور نه غواړي امريکا د داسې جګړې قرباني شي چې ګټل نه لري. نوموړي په ټينګار سره ويلي ؤ چې له دې «دوزخ» څخه به ځان باسو. همداراز د دوی ګڼ شمېر نورو متقاعدو جنرالانو هم په وار وار خپل حکومت هڅولی چې نور دې له حماقته لاس واخلي، پر افغان جګړه دې له سره غور وکړي، نور دې امريکايي ولس نه غولوي او نه دي هم خپل ولس د يوې داسې جګړې قرباني کوي چې ګټل نه لري او ګټه يې سيالو هېوادونو ته رسيږي.

له بلې خوا امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرامپ خپله هم تر موږ او ټولو نړيوالو ښه پوهيږي چې دا جګړه هيڅکله نه شي ګټلی او د خپل انتخاباتي کمپاين په ورځو کې يې هم تل دا نارې وهلې چې نور نه شم زغملی امريکايي ولس د يوې نه ګټل کېدونکې جګړې قرباني ورکړي. خو دا چې ولې ولسمشر ډونالډ ټرامپ اوس خپله هم د هماغه سياست ښکار شو کوم چې نوموړي پخوا حماقت باله، د اکثره شنونکو په نظر علت يې دا دی چې اوس امريکا د ډانګ او پړانګ تر منځ ايساره ده.

په دې مانا چې اوس امريکا په خپل يون کې يوې داسې دوه لارې ته رسېدلې چې پر يوه هم زړه نه شي ښه کولی. يعنې که چېرې موجوده تګلارې ته دوام ورکوي نو همداسې به لاپسې غرقيږي او مالي و ځاني زيانونه به ويني او که چېرې افغان جګړې ته د پای ټکی ږدي او نور ځان له دې درانه باره خلاصوي، بيا هم د اوړو يوې پوزې ته ضرورت لري. ځکه چې که امريکا په داسې حال کې له افغانستانه ووځي چې دلته تر شا يوه داسې کاواکه، ضعيفه او کمزورې اداره پرېږدي چې له دوی پرته يو کال هم دوام ونه شي کولی، بلکې په هماغه شېبه د سقوط له ګواښ سره مخ وي، نو دا هم د امريکا لپاره د لوی شرم خبره ده او يقيناً چې په دې چاره کې خو به د امريکا حيثيت په نړيواله کچه ټوټه ټوټه شي. بيا به يې نه روسيه، چين، کوريا، ايران او ترکيه چندان پروا دار وي او نه به نور عربي هېوادونه باج ورکړي.

يقيناً دا انګېرنه بالکل سمه ده چې امريکا غواړي له افغانستانه ووځي، خو په چل يې نه پوهیږي او د همدې موخې لپاره حکومت هم بار بار نارې وهي چې طالبانو راشئ بې قيد و شرطه سولې ته تيار يو! خو دا چې امريکا خپله ولې له طالبانو سره خبرې نه کوي، علت يې دا دی چې که امريکا له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، نو له يوې خوا د هغه حکومت حيثيت له منځه ځي کوم چې دوی د تېرې اوولس کلنې جګړې لويه لاس ته راوړنه بولي، ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ته يې د خپلې جګړې د ثمرې په توګه يادوي او له بلې خوا د امريکا حيثيت ته هم تر ډېره حده ضربه رسيږي. ځکه خو امريکا هم بده مني چې له دومره لوی غرور، کبر، طاقت او حيثيت سره سره د افغان ولس تش لاسي مقاومت ګرد وهلو طالبانو سره د خبرو مېز ته کښيني، نړيوال تضمين ورکړي او بې قيد و شرطه يې ټول شرائط ومني.

خو دا هم بايد له پامه ونه غورځوو چې که طالبان خپلې روانې تګلارې او هسک سياست ته دوام ورکړي، لرې نه ده چې بالآخره به امريکا مجبوره شي؛ څو نېغ په نېغه طالبانو سره خبرو ته حاضره او ټول شرائط يې بې قيد و شرطه ومني. په دې توګه به بيا هم امريکا خپل څه نا څه حيثيت وساتي او نړيوالو ته به وايي چې دا دی افغانستان کې مو د القاعده ځالې له منځه يوړې، طالبان مو وسلې کېښودلو ته اړ وېستل او په دې توګه مو پر خپلو پښو ولاړ حکومت رامنځ ته کړ.

دا چاره ځکه ډېره لرې نه ښکاري چې يو وخت طالب يوازې او يوازې ترهګر پېژندل کېده او هيڅ ډول جوړ جاړی، خبرې اترې او سوله چا نه ورسره منله، خو اوس دا دی امريکا تل افغان حکومت هڅوي چې له طالبانو سره د دوی په استازيتوب روغه جوړه وکړي، چې که داسې وشول نو ډېره ښه او که نه؛ نو بالآخره به خپله خبرو ته حاضره شي. ځکه چې اسلامي سياست د سرلوړۍ سياست دی نه د ذلت.

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

يادونه: په محصلين ويب پاڼه کې هره خپره شوې لیکنه يوازې د لیکوال نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین

x

Check Also

انتخابات و نمایش کاذب رژیم

محمود احمد نوید رژیم کابل جدیدا پروسه انتخابات را با شد و ...