امریکا: که ایران د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي، نو ښه ملګری به يې سي

کندهار ورځپاڼه(۵ جوزا ۱۳۹۷)امریکا وايي که ایران یې شرطونه ومني نو د نورو هېوادونو په څېر به یې ښه ملګری سي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې موخه یې د ایران سختدریځه اسلامپالو ته د حدودو ټاکل دي.
نوموړي ویلي پر ایران یې ۱۲ شرطونه ايښي دي چې یو پکښې په سیمه کې د ترهګرۍ له ملاتړ لاس اخیستل دي.
د پمپیو په خبره ایران دې په سوریه او افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

هغه زیاته کړې چې ایران د امریکا د ښه دوست کېدو لپاره باید خپلې اټومي چارې ودروي او مشران یې دې پر خپلو خلکو ظلم او سختیو ته د پای ټکی کېږدي.

سرچینه: کندهار ورځپاڼه

x

Check Also

په جاپان کې زلزلې سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

د رویټرز د خبر له مخې په ځايي وخت نن سهار اته ...