مایک پمپیو: که ایران د امریکا شرطونه ومني نو ښه ملګری به مو شي

مایک پمپیو: که ایران د امریکا شرطونه ومني نو ښه ملګری به مو شي

امریکا وايي که ایران یې شرطونه ومني نو د نورو هېوادونو په څېر به د امریکا عادي ملګری شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې موخه یې د ایران سختدریځه اسلامپالو ته د حدودو ټاکل دي. دده په خبره دوی ته په کار ده، چې د عادي رهبرانو په څېر ژوند وکړي او د خپلو خلکو پیسې په عراق او سوریه کې په جګړو و نه لګوي. نوموړي ویلي پر ایران یې ۱۲ شرطونه ايښي دي چې یو پکې په سیمه کې د ترهګرۍ له ملاتړ لا اخیستل دي. د پمپیو په خبره ایران دې په سوریه کې او همدا راز په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي. هغه زیاته کړې چې ایران د امریکا د ښه دوست کېدو لپاره باید خپلې اټومي چارې ودروي او مشران یې دې پر خپلو خلکو ظلم او سختیو ته د پای ټکی کېږدي.

 

سرچینه: سپوږمۍ راډیو

x

Check Also

په مسکو کې یوه موټر چلوونکي عام خلک تر موټر لاندې کړي

په مسکو کې یوه موټر چلوونکي خپل موټر پر سړک پر روانو ...