په واقعي نړۍ کې د برياليتوب ۱۶۹ ټکي – دويمه برخه

ژباړه: محمد عزيز پردېس

۵- په مېړانې سره مو خپل غږ تر نورو ورسوئ

پرته له پردې او ډار څخه مو خبرې وکړئ. حتا که د هغې موضوع په اړه خبرې اترې ختمې شوې هم وي، په چورلټ ډول او په لوړ غږ سره ووايئ: ( مخکې له دې چې له دې بحث څخه واوړم، غواړم يو ټکی اضافه کړم ). په دې ترتيب، نور به په جديت سره ستاسو احترام وکړي او تاسو به د داسې کس په توګه وپېژني چې خبرې يې په اورېدلو ارزي.

۶- دا تشخيص کړئ، چې څه وخت بايد اصلا څه ونه وايئ
څرنګه چې ځيني وختونه خبرې کوئ، همداسې بايد کله ناکله سکوت هم اختيار کړئ. يوازې د دې لپاره چې يوه څه ووايئ، خبرې مه کوئ. خلک، تاسو چې څه وايئ، د هغو په محتوا قضاوت کوي، نه ستاسو د خبرو په ميزان.

په کومې موضوع چې بحث روان، که په اړه يې ګټور څه نه لرئ؛ نو غوره به دا وي چې د خبرو وار بل چاته وسپارئ.

۷- له يوه ښاخ څخه بل ښاخ ته مه الوځئ
د خبرو کولو پر مهال ښايي ترټولو اساسي مهارت دا وي چې مطالب د يو او بل پسې پيوست او تړلي وي. مخکې له دې چې خبرې پيل کړئ، له خپل ځان څخه وپوښتئ: ( د خبرو څخه مې موخه څه ده ؟ ) بيا وروسته چې غواړئ څه ووايئ، د يوې څرګندې او واضحه جملې په بڼه يې مخاطب ته وړاندې کړئ؛ چې په مستقيم ډول پيغام ولېږدوي. په همدې ترتيب د سوء تفاهم او شک څخه مخنيوی وکړئ او ګټوره پايله ترلاسه کړئ.

د دې لپاره چې وشئ کولی د يوې موضوع په اړه خبرې وکړئ، هغه څه چې وايئ؛ غورچاڼ يې د يوه کاغذ پر مخ وليکئ او وګورئ چې جملې د يو او بل او د نظر وړ مطلب سره ربط لري او که نه.

۸- لوی فکر وکړئ، کوچنی عمل ترسره کړئ
که يو لوی کار په وړو برخو ووېشئ، نو په ښه ډول به يې له عهدې ووځئ. خپله اصلي موخه د صفحې پر مخ وليکئ. وروسته هغه په مرحلو ووېشئ. د هرې مرحلې د ترسره کولو څخه وروسته پرې هغې خط راکش کړئ. په همدې ترتيب هغه ورځ هم رارسېږي چې وګورئ خپلې موخې ته رسېدلي ياست.

د يوې نقشې يا پلان په مرسته خپلې ټاکلې موخې ته رسېدی شئ. د نقشې په جوړولو له اسټرس زېږوونکو فکرونو لکه: ( له کوم ځايه يې پیل کړم؟ ) يا هم ( وروسته بيا څه کار وکړم؟ ) خلاصېږئ.

۹- هرڅه په خپل ځای پرېږدئ.
ګډوډي د نظم راوستلو پر وړاندې ستر خنډ دی. وخت په نظر کې ونيسئ او په کاري دفتر يا کور کې د هرڅه لپاره، ځای وټاکئ. په همدې ترتيب هرکله چې غواړئ منظموالی او سموالی رامنځ ته کړئ، په دې به پوهېږئ چې هرڅه چېرته کېږدئ. هغه ځايونه چې ستاسو د ليد څخه لرې دي او په اسانۍ سره مو له ياده وځي؛ هڅه وکړئ چې هلته د وسايلو او ابزارو کېښودلو څخه ډډه وکړئ.

۱۰- کله چې ډېر بوخت ياست، نوی مسؤليت يا کار مه منئ
کله چې ډېر بوخت ياست او يو څوک وغواړي تاسو ته نوی مسؤليت درکړي، ورته ووايئ: (نه).
دا ورته توضيح کړئ، چې ستاسو کاري پلان ډېر دی او د وخت د کمښت په اساس نشئ کولی چې د هغوی کار په ښه توګه او هغه ډول چې دوی يې غواړي ترسره کړئ. له حده وتلي او بې شمېره کارونه ستاسو حواس ګډوډوي، بې نظمي رامنځ ته کوي، کاري کيفيت مو ټيټوي او په پايله کې شغلي باور مو له منځه وړي. په داسې حالاتو کې هغه شخص چې پر تاسو يې باور او اعتماد کړی او ستاسو وړتيا ورته ارزښت لري؛ مننه ترې وکړئ او ورته ووايئ: چې هيله لرم په راتلونکې کې درسره همکاري وکړی شم.

يادونه: دا ۱۶۹ ټکي به برخه برخه د ياران پر مخ ولولئ.

سرچینه: یاران

x

Check Also

د اسد اته ويشتمه؛ څو پېښې څو تأثره! | وحيدالله مصلح

د ازادۍ ورځې په مناسبت يوه سيمينار ته د موضوع راته ويل ...