خبرپاڼې

جمهوررئیس غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې: د سولې تامین پورې په ټول قوت له هر ډول تهدید سره مبارزه وکړئ

د ارګ خبرپاڼه

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون په کورنیو چارو وزارت کې د افغانستان د ملي پولیسو د سوق او ادارې مرکز څخه لیدنه وکړه.

په پیل کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د عمومي امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې او وې ویل، سره له دې چې د دښمن د مختلفو بریدونو له امواجو سره مو مقابله کړې، د پولیسو ستونزو ته مو رسیدګي کړې او منځ مهاله او اوږدمهاله برنامې مو برابرې کړې دي.

وروسته د کورنیو چارو وزارت د پلان او اوپراسیون رئیس مل پاسوال عبدالمقیم عبدالرحیمزي وویل، د دغه مرکز کارکوونکي ۲۴ ساعته خپله دنده په درې شفټونو کې اجرا کوي او تر ډېره د هیواد په کچه پر همغږۍ، د اوپراسیونونو د پلان پر جوړولو، د جزوتامونو پر پیاوړتیا او د راپورونو په ترلاسه کولو تمرکز کوي.

وروسته د ننګرهار او کندز ولایتونو امنیه قومندانانو د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د نمانځنې مراسمو د امنیت په اړه معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني د دوی د معلوماتو له اورېدو وروسته د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د کابل امنیتي پلان د عملي کولو لپاره دې لازیاتې هڅې وشي.

هغه زیاته کړه، د دغې ویاړلې ورځ په درناوي د وسله وال پوځ ټول هغه منسوبین چې تېروتنې یې کړي او په حبس کې دي، پرته له هغو چې خیانتونه، لوی فساد یې کړی او یا حق العبد ورباندې وي، معاف او له حبس څخه خلاصېږي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه: د افغانستان د ملي پولیسو له هر پولیس، ساتنمن، افسر او منسوب څخه مننه کوم چې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې جشن امنیت یې تامین او دغه جشن په مرکز او ولایتونو کې د امن په فضا کې جوړ شو.

جمهوررئیس وویل، افغانستان د چا هدیه نه ده، دا وطن زرګونه کلونه د خپلو رښیتنو بچیانو په وینه ساتل شوی او تاسې د وسله وال پوځ منسوبین دا وطن د راتلونکو نسلونو لپاره امن کړئ.

د هیواد جمهوررئیس د سولې په اړه وویل، سوله د هیواد یوه اړتیا ده، خو د سولې تامین له متحدینو سره په تړونونو کې د تغییر لامل نه ګرځي.

جمهوررئیس غني د پولیسو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، ستاسې رول د نړیوال امنیت لامل ګرځېدلی او موږ له چا څخه صدقه نه غواړو، دا زموږ حق دی. هغه زیاته کړه، د سولې له هوکړه لیک وروسته ستاسې تمویل، تجهیز، روزنه او ملاتړ دوام مومي.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، جمهوریت او زموږ امنیتي او دفاعي قواوې د معاملې وړ نه دي او د سولې پروسې رهبري زموږ سره ده او د دې برعکس مذاکرات له قید و شرط پرته وو، خو سوله په قید و شرط سره ده.

د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان څرګنده کړه، ستاسې په خاطر د سولې په مذاکراتو کې په قوي دریځ کې یوو او د سولې تامین پورې په ټول قوت سره جنګ ته دوام ورکړئ. هغه زیاته کړه، داعش او ټول تروریستان چې په هر ځای کې وي وځپئ، محوه او له منځه یې یوسئ او د خلکو په مرسته هغوی له خپلو غارونو څخه رابهر کړئ.

جمهوررئیس وویل، تر اوسه هم د اطلاعاتو او عملیاتو ترمنځ ضعیفه حلقې شتون لري او باید هر امنیه قومندان په واضح او مشخص ډول د اطلاعاتو ارزونه له ما یا هم د ملي امنیت شورا رهبرۍ سره شریکه کړي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، له تکنالوژۍ څخه فعاله استفاده ډېره مهمه ده او باید دې برخې ته پاملرنه وشي، ترڅو پر لومړیتوبونو تمرکز وشي او عملیات په اغېزمنه توګه ترسره شي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د هیواد پولیسو ته ډاډ ورکړ چې له دوی به هیڅ ډول ملاتړ دریغ نه کړي. جمهوررئیس له هغوی وغوښتل هغه ډول چې د جګړې په میدان کې بریالي یاست، د ټاکنو امنیت هم په بریالي ډول تامین کړئ.# 

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */