د روان برحق جهاد مغرضو منتقدینو ته ځوابونه!!

مفتي محمدسعید افغان

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله وحده والصلوة والسلام علی من لانبی بعده!

امابعد! که چیرې کافردمسلمانانوپه کوم هیوادیرغل وکړي نوجهادفرض کیږي، اوداخبره له قران کریم اونبوي احادیثوڅخه روښانه ثابته ده اوفقهاء کرامويې تشریح کړې ده چې دکفاروله پلوه پرکوم اسلامي هیواد دیرغل په صورت کې یوازې دهغه هیوادپرمسلمانانو جهادنه فرض کیږي بلکې دنړۍ پرګردومسلمانانوباندې په جهادکې برخه اخیستل فرض ګرځيږي.

که چېرې دامریکادیرغل په صورت کې هرمسلمان برابره خبره ده چې هغه افغان وي اوکه غیرافغان وي چې له یرغلګروکفاروسره مرسته وکړي یاهغوۍ ته جاسوسي وکړي نودهغوۍ په خلاف هم دجهادکولوهمداسې حکم دی لکه څرنګه چې اسلام دبهرني جارح یعنې تیري کوونکي په اړه کړی دی اوهغه واجب القتل دی. دموجوده حکومت صفت کول یاخلک ورته خوشبین کول یاداویل چې دغه ملک آبادوي جایزدی که نه؟

الفتوی دکابل ددغه موجوده امریکايي رژیم سره هرقسم کومک کول که يې صفت کول وي که خلک ورته خوشبینول وي یادخلکواوددوۍ په مابین کې رابطه جوړول وي دغه ټول غیرجایزاونارواکارونه دي، دغه خلک چې دغسې عملونه کوي دالله تعالی ددغه قول لاندې دي: ولاترکنواالی الذین ظلموافتمسکم النارومالکم من دون الله من آولیاء ثم لاتنصرون، (سورة هود۱۱۳) ددغه آیت مطلوب دادی چې دظالمانوطرف ته میل کول په هره طریقه چې وي هغه سبب اوذریعه دتباهي اودالله تعالی دعذاب ګرزي حصوصاً چې دهغوتحسین بیانوي، امام اوزاعي رحمه الله فرمایلي دي: چې دالله تعالی بل هیڅوک زیات بدنه ایشي سوادهغه عالم نه چې دخپلې دنیوي فاېدې په خاطردیوظالم سره دملاقات کولولپاره ځي. (ص۱۴۸ پاره ۱۲).

دافسوس خبره داده چې اوس ډیرپه نامه علماء دکفارودخبرواودهغودتبلیغاتو ترویج کوي، اویا نورداسې مشران مخورخلک وي په مجالسوکې دکفارواوظالمانوداعمالواواقوالواواحوالوتحسین بیانوي، نوبایدعام مسلمانان که نروي اوښځې وي دخپلوژبوحفاظت وکړي اوداسلام اومسلمانانوپرضديې استعمال نه کړي خصوصاً په نامه علماء اونورمشران خلک. زه له دغوعالمانودرې پوښتنې کووم.

۱ــ دافغانستان مومن ملت داوسني ګوډاګي اولاس پوڅي حکومت په نظام کې څه شی محفوظ دي، ددوۍ مال، ددو خویندې، میندې، لوڼه اومیرمنې اوکه ددوۍ ځانونه؟

۲ــــ آیاپه اوسني حکومت کې دافغانستان دمومن ملت دین او عقیده، معبدونه اوجوماتونه، دیني مدرسې اوکورونه محفوظ دي؟

۳ــــ آیاد افغانستان مومن ملت په اوسني حکومت کې دبیان دازادۍ حق لري، چې دیرغلګروصلیبي وحشیانواودهغوۍ له پلوه ګومارل شویوسیکولرواوکمونستوواکمنتانودظلم په خلاف اوازاوچت کړي، اوکه احیاناًڅوک غږهم پورته کړي آیافریاديې اوردیدل شوی دی اودهغه له ګریوان څخه دظالم لاس لنډکړی شوی دی؟ دپورتنیوګردوپوښتنوځوابونه منفي دي.

محترمولوستونکو! په ۲۰۰۱م کال کې دستامبرپه ۱۱مه دامریکاپه نیویارک اوواشنګټن کې له خونړۍ پيښې څخه وروسته پړه په اسلامي نړۍ وتپل شوه اوګرداسلامي امت ټروریسټ وګرځولی شو. ګرده صلیبي نړۍ مسلمانانوته دومره په غصه شوه، چې دامریکاواکمن جارج واکربش په زغرده داسلامي امت په خلاف کروسیډواریعنې صلیبي جنګ اعلان کړ. بودایانو، هندوانواوکمونیستانویی ملاتړ وکړاوداسلامي امت په خلاف له صلیبیانوسره هر ډول بشري، جنګي اومادي مرستې کوي. اروپایی صلیبي نړۍ یې هم ملاتړوکړاودمسلمانانوپه خلاف شپږم صلیبي جنګ پیل کړای شو، چې اوس هم دوام لري. دامریکاواکمن دخپل نوي صلیبي جنګ له اعلان سره سره دسي، ائی، اې رئیس پورټرګوس ته هم هدایت وکړ، چې دسي، ائی، اې جاسوسي سازمان دمسلمانانوپه خلاف زیات فعال کړي اوپه دې هکله نوي اغیزمن اقدامات وکړي، څوداسلامي امت په خلاف نوی صلیبي جنګ دکامیابۍ هدف من پړاوته ورسولی شي. نوهماغه وچې د۲۰۰۱م کال داکتوبردمیاشتې په اوومه د۱۳۸۰ ش کال دمیزان دمیاشتې له پينځلسمې نیټې اود۱۴۲۲هــ کال درجب دمیاشتې په ۲۱مه نیټه دشپې په نهه نیموبجوامریکايي استعمارپرافغانستان باندې صلیبي نظامي یرغل وکړاوپه همدغه شپه یې ترسهاره پورې دافغانستان لوی لوی ښارونه بمباري کړل، اوپه ټولولویوښارونوکې يې بریښناکوټونه، هوائی ډګرونه، داسلامي امارت عسکري سلاکوټونه اودکابل دشریعت غږراډیوسټيشن په نښه کړل، عسکري اوملي الوتکې اوپه زرګونومحاربوي موټرې، درنې اوسپکې وسلې یې تورې ایرې وګرځول اوزموږدمسلمان اومجاهدملت په زرګونووګړي یې شهیدان کړل، په زرګونویې ټپیان کړل اوپه لکونویې هجرت کولوته اړایستل، په زرګونوکورونه، کلي، ښارونه، روغتونونه، دیني مدرسې، ښوونځي، لیسې اوجوماتونه یې په کلسټربمونو، کروزاوهاک ټورهبري شویوتوغندیوویجاړکړل، اوداسلام اوبشردښمنه صلیبي یرغلګرښکیلاک دجنایتونولړۍ تراوسه جاري ده. زموږ پردین، خپلواکۍ اوازادۍ مېن په زرګونوهیوادوال يې په هیوادکې دننه اوله هیوادڅخه بهر پخپلوجوړوکړیوامپریالیستي تورومحبسونوکې بندیان کړل اوبندیانوي یې. زموږ پرهیواد ددغه یرغل اوزموږ دوژلواوبندي کولویوازینی سبب دادی، چې موږ پرخپل دین، استقلال اوازادي مین مسلمانان فقط، اودافغان میړني ولس دتاریخ په اوږدوکې لکه چې نورو کفري یرغلګرواستعمارګرانوته سرونه ټيټ کړي نه دي، دغه راز دامریکايرغلګرصلیبي استعمارته هم خپل ازادسرونه هیڅکله هم نه ښکته کوي اونه به یې ښکته کړي.

دامریکاسفاکویرغلګرووحشي فوځونو زموږ په ګران هیواد افغانستان کې داسې عام قتلونه اوتخریب له پیل څخه وکړ، چې هیڅ استثناء ورپکې نه وه اودمعصوموافغانانوداسې عامه وژنه یې وکړه اوکوي يې، چې نارینه، ښځينه، زوړ، ځوان اوماشوم یويې هم معاف نه کړ، امریکایانویواځې په لومړنیو ۸۰ورځوکې (۵۹۷۵۱) عام وګړي اوطالبان شهیدان کړیدي. ددوۍ الوتکواوسمندري توغندیوپه لومړیواتیاورځوکې (۲۱) جوماتونه شهیدان کړيدي. (۱۳۷) روغتونونه، (۱۴) دیني مدرسې، (۱۱۶) ښوونځي، (۶۷) کلي، (۵) هوایی ډګرونه، (۱۷) بېلډینګونه او (۱۹) الوتکې تباه اوویجاړې کړي دي. په یوه میاشت کې امریکايي جنګي الوتکوپه مجموعي توګه لږترلږه درې زره دوه سوه یوویشت (۳۲۲۱) الوتنې دبمونوغورځولولپاره کړې وې. دغو الوتکوزموږپه ګران هیواد کې له (۵۰۰) پونډیزتر (۱۵۰۰۰) پونډیزډیزي کټربمونوپورې استعمال کړيدي. په ټولوکې ستربم یې داکتوبرپه نهمه دکندهاردمیوندپرولسوالۍ باندې وغورځاوه. دکابل په شمال کې یې دطالبانودجنګ په اول خط باندې یې داوبړن کیمیاوي غازپنځه سوه کیلوګرامه بم وغورځاووچې په چاودلوسره یې دمهلک آوازپه وجه دسلګونومجاهدینودغوږونوپردې وشلیدلې اوشهیدان شول. زموږپه ګران هیوادافغانستان کې چې امریکایی صلیبي ښکیلاکي فوځونو کوم جنایتونه کړي اوکوي يې، دومره زیات دی چې دټولوبیان مشکل دی، خودافسوس ځای دادی چې دکتورصاحب ظریفي په دې ټولوجنایاتوسترګې پټوي اوبیامجاهدینوطالبانوته نصیحت کوي چې امریکایانواوددوۍ له مدافعینوسره جهادپریږدئ. والی الله المشتکی من سوء حالهم.

امریکااوناټوپه ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان فوځي تجاوزوکړ، ذخایراومعادن يې چورکړه، دافغان ملت دکافرکیدولپاره يې بې حسابه کلیساوې جوړې کړي، په لکهاووزاړه اوواړه يې قتل کړه. دزرو، زاریواوتزویراوزورپه ذریعه يې ډیرافغانان يې له دین نه اړولي دي، قران مجیديې وسوځاوه. نوخلاصه خبره داده چې کوم وخت کفارپه یوه اسلامي مملکت تجاوزوکړي، دهغه ملک په نراوښځه، حراوغلام جهادفرض دی. لاندې معتمدکتابونه دې وکتل شي. ۱ـــ هدایة ج ۲/۲۳۷مخ. کنزالدقائق ۱۹۹. قاضی خان ۴ج/۴۵۹. المحیط البرهانی ج ۵/۲۹۵سراجیه علی هامش قاضیخان ج۲/۳۸۴. تاتارخانیه ۵ج/۲۲۱. مجمع الانهرج۲/۴۰۷. فتح القدیر۵ج۱۹۱. عالمګیري ج۲/۱۸۸.

ځينې خلک دااعتراض کوي چې طالبانوبایداسامه بن لادن امریکاته سپارلی وای. زه پ ځواب کې وایم. اولاً: امیرالمومنین ملامحمدعمرمجاهدرحمه الله څخه چې کله اسامه بن لادن وغوښتل شونوارواښادامیرالمومنین دافغانستان له ګوټ ګوټ څخه وتلي اوپياوړي شپږسوه دیني علماءکابل ته وغوښتل اوبیا يې دعالمانودې جرګې ته لیک ولیږه په هغه کې يې دافغانستان اوامریکاترمنځ دنوې لانجې دحل لاره دشریعت په رڼاکې ولټوي اواسلامي امارت ته په اړونده کشاله کې خپله متفقه فتواورکړي، دغوشپږسووعلماؤدګردواړخونوپه علمي اودیني توګه له څېړنوڅخه وروسته د۱۴۲۲ه کال درجب المرجب دمیاشتې په ۳مه نیټه اوږدپریکړه لیک صادرکړچې یوه فقره يې داوه: دعلماء کرامودغه ستره شوری اسلامي امارت ته سپارښتنه کوي چې اسامه بن لادن تشویق کړي ترڅوپه ممکنه وخت کې پخپله خوښه له افغانستان څخه ووزي اودځان لپاره کوم بل ځای انتخاب کړي. دافغانستان دجسوروعلماؤپه ذکرشوي پریکړه لیک کې اتل مجاهداسامه بن لادن تقبله الله ته واک ورکړی شوی دی چې پخپله خوښه له افغانستان څخه بل هیوادته وووزي چې په همدغه وجه اسلامي امارت نشوای کولی اونه يې کول چې خپل قدرمن میلمه دکفارودسترګواغزی دافغانستان څخه په زوروباسي. که بالفرض مرحوم ملاصاحب رحمه الله داسامه پریکړه په خپل سرکړې وای نوبیابه دې له نوموړي داګیله کړې وه، داچې له شپږسووڅخه زیاتومتدینوشیوخواوعالمانوچې دهیوادله ګوټ ګوټ څخه يې راټول کړي ؤاوواک ورکړل شوی ؤ، فیصله وکړه، نوخبره داده چې دخوږ پیغمبرعلیه السلام امت په ګمراهي نه راټولیږي. بله داچې شاید په دغوعالمانوکې که ټول نه وي زیاتره به يې ترمااوتاغښتلي عالمان وي، ځکه چې دټول هیوادپه سطحه شخصیتونه ؤ. اوهمدارنګه د امریکایانو غوښتنه دشیخ اسامه رحمه الله په هکله په دریووجوغیرقانونی غوښتنه وه.

اول داچه: شریعت مطهره دااجازه نه ورکوي چه یو مسلمان دي کافرانو ظالمانو ته حواله کړي البته سیدنا رسول کریم صلی الله علیه وسلم دصلح حدیبیه په موقعه ابوجندل رضی الله تعالی مکی کفاروته دمعاهدي په وجه ورکړی وه اوکله چه ابوجندل رضی الله تعالی دوهم ځلی دکفاروڅخه خلاص شو اودبحرساحل ته راغی هلته يي دمظلوم مسلمان مرکز تهیه کړو بیا رسول کریم صلی الله علیه وسلم دیته مجبورنه کړ چه کفاروته واپس ورشي ځکه چه دغه معاهدي سرلیک لاندي داخل نه وه لهذا داسلامی امارت اوامریکایانو ترمنځ په دي ارتباط کوم تړون نه وه موجودچه شرعا یی شیخ اسامه رحمه الله امریکایانو ته حواله کړی وای.

دوهم دا چه: بین المللی قوانین هم دانه ایجاب وي چه شیخ اسامه رحمه الله ئی امریکایانو ته حواله کړی وه ځکه امریکایانو اسلامی امارت په رسمیت نه پیږندنو دبین المللي موادوله مخی دیوچاغوښتنه سیاستا هغه څوک کولی شی چی هغه په رسمیت وپبژني لهذاد امریکایانو دغه غوښتنه دبین المللي قوانینوهم خلاف وه.

دریم دا چه: افغاني عنانات ددی اجازه نه ورکوی چه یومظلوم یو سیمی یاقوم اوکلی کی پناه واخلي بیا ئي ظالمانوته حواله کړي دافغانانو په تاریخ کی ددی مثل نه شته چه یومظلوم دي ظالمانو ته ورکړی شوي وی. لهذا اسلامي امارت دافغانانو امارت وه دوي نه غوښتل چه افغاني تاریخ باندی دشیخ اسامه رحمه الله ورکول یو داغ شي.

اوبله خوا افغانان یو اسلا می ملت ده په هره مغضله کی دملت جید علماء کرامو ته مراجعه کوی نو اسلامي امارت هم پدی حقله دملت جید علماء کرامو څخه فتوی وغوښته نو دملت جیدو علماء کراموداشیخ اسامه رحمه الله په نه ورکول فتوی ورکړ ه نو اسلامي امارت په هغه فتوی عمل و کړ.

څلورم دا چه: امریکایانو تراوسه پوري داثبوت نړی ته وړاندی نه کړ چه دستمبر په پيښه کی دشیخ أسامه رحمه الله لاس ؤ پخپله شیخ أسامه رحمه الله فرمایلی وه چه داپیښه موږنه ده کړی البته ورباندي خوشحاله یو لهذا امریکایانو پدي پلمه خپل شخصی اهداف ترلاس کول غوښتل.

پنځم دا چه: د امریکی صدربوش هغه وخت کی خپل ملت امریکایانو ته دروژی نیولواوکلیسوته ددعاګانو لپاره دتللو امرکړی وه اوورته يې ویلی ؤو چه دغه یو صلیبی جګړه ده لهذا امریکایانو پخپله اعتراف وکړ چه دغه جګړه داسلام اومسلمانانو خلاف یو مذهبي صلیبی جنګ ده نوداسامه غوښتل داوبوخړول ؤ، دا ځکه چه ددی ترڅنګ ئي دسیکولرزم حکومت غوښتنه هم کوله اوبل دا چه دامریکایانو دحملی په وخت کی شیخ اسامه رحمه الله تعالی د اسلامي امارت په کنټرول منطقو کی وجودنه درلود، لهذ ا نه شرعاً اونه قانوناً اونه سیاسةً دشیخ اسامه ورکول په کارؤاوهم داکارله افغاني عنعناتوڅخه خلاف ؤ. الله تعالی ددې خبر ورکړی دی چې يهود اونصاری له مسلمانانو سره په يوه دوامداره جګړه بوخت دي، مونږ يې مثالونه هر وخت او د نړي په ګوټ ګوټ کې وينوچې دا د مسلمانانو او کافرو پرګنو تر منځ جګړه ده مګر د اسلام دښمنان ډير هوښيار او چالاک دي، په چل اوفريب سره دې جګړې ته په مطبوعاتوکې ډول ډول نومونه ورکوي کله وايي دااقتصادي جنګ دی کله وايي داسياسي جنګ دی او کله وايي دا يوقومي جنګ دی، دوی د مسلمانانوعکس العمل څخه د ډار له امله په ډانګ پېيلی او په زغرده نشي ويلی چې دا د اسلام او يهوديت اوعيسويت ترمنځ مذهبي جنګ دی.

ځینې خلک وايي: چې د روسانوسره د جهاد او د امریکاپرضدمبارزه زیات توپیرلري اووايي چې اوسنی جهادفتنه دی: زه ددې خلکوپه ځواب کې وایم: – اوسني جهادته فتنه ویل عظیمه اشتباه ده اودوۍ ته په کاردي چې توبه وباسي اوبیاله سرنه کلمه ووايي. آیاداسلامي امارت مجاهدین داحق نلري چې دخپلې خاورې اوناموس دفاع وکړي؟ بله خبره داچې له اسلامي امارت سره دهیوادزیاتره مشایخ اوباعمله عالمان ملګري دي، په کم تعدادنام نهادعالمان يې مخالفین دي چې هغوۍ هم دخپلومادیاتوترلاسه کولولپاره له حق نه سترګې پټوي، آیادادومره جمع غفیردعالمانوپه ناحقه دي اوداکم تعدادکسان په حق دي؟ زه داپوښتنه کووم چې آیا دافغانستان په موجوده نظام کې به یوڅوک په ډاګه دحق خبره وکړای شي؟ آیاپه موجوده نظام کې که ولس یوچاته رایه ورکړي په ایمان يې ووایه چې دامریکاخوښه نه وي دلته به څوک دوه ورځې په خلکوپاچاهي وکړی شي؟ داخوښکاره خبره ده چې امریکاپه افغانستان تېری وکړاویوشرعي نظام يې له منځه یووړ. په داسې حال کې چې یوشرعي حکومت دکافرانوپه لاس ړنګ شي اوبیاهغه کافران بل حکومت قایم کړي، نودغه دکافرانوپه لاس جوړشوی حکومت اسلامي کیدلای شي؟ دغه موجوده به اسلامي حکومت وي اوکه هغه مخکینی حکومت چې شرعي نظام يې نافذکړی ؤاوحدوديې قایم کړی ؤ؟ روسانوچې څوک راوستي ؤاوپرموږيې مسلط ګرځولي ؤ، که چېرې موږ دهغوۍ دنظام سره مقابله نه وی کړې اوجهادموورسره نه وی اعلان کړی، نوبیاخوروسانوهم موږسره جنګ نه کاوه اونه موږهجرت ته مجبورکیدو، بلکه موږ ټولوبه په همدې هیوادکې ژوندکاوه، خودیوکفري نظام په سیوري کې به اوسیدو. البته نن عام افغانان صلیبي یرغلګر خپل دوستان اوخواخوږي بولي اوروسان محاربین اودښمنان ګڼي. رسول الله صلی الله علیه وسلم کافران ټول یوملت بللي دي. امریکی اشغال روسی اشغال ته ورته والی لری البته روسی اشغال کمونيزم او اشتراکی نظریه تطبیق کول غوښتل او امریکی اشغال ديکتاتوريزم او ديموکراسي نظریه پیلی کول غواړي. لهذا په اوسني اقتصادي او سياسي نړۍ کې يي ښه مثالونه کمونيزم، امپراليزم، ديکتاتوريزم او ديموکراسي ده. ددې نظامونو پيروان هڅه کوي چې ددې نظامونو مفهوم کې له اسلام سره ورته والی ثابت کړي د دوی هدف دادی چې مسلمانان په يوخطرناک جال کې راګيراوداسلامي نظام په ځای بل نظام ورته وړاندې کړي. دوی تل هڅه کړې او وايي چې ځينو مواردو کې اسلام زمونږ پلوي او ملګری دی.

د همدې تېرايستنو په جريان کې د اشتراکې نظام پیروان کوښښ کوي د کپيټاليزم له حملواو مرګوني ګذارونو څخه د اسلام تر شاه ځان پټ کړي، دوی داسلام دجګړې لومړی کرښې ته د راوړاندې کولو لپاره دا دليل وايي: چې اسلام په شخصي ازادۍ باور لري، همدا راز د کار او تجارت په برخه کې يې انسان ته ازادي ورکړې، د دوی تر منځ يې، په سالمه توګه د مال په ترلاسه کولو کې د مقابلې دروازه پرانستې ده.

د اشتراکې نظام او کپيټاليزم تر منځ د پېښېدونکو شخړو او جګړو تاو به حتما په اسلامي هيوادونو کې اسلام او مسلمانانوته رسيږي.

سره له دې چې اسلام له دوی څخه د يوه ملاتړهم نه کوي، که چيرې له دوی څخه هر يوبريالی شي؛ اسلام ته يې خير نشته. که چيرې دوی د خپلې جګړې په ميدان کې اسلامي نظام ته ځاي ورکړي نو مالومه خبره ده چې دواړو ته به خپلې غلطۍ ور په ګوته کړي او سمې لارې ته به يې رهبري کړي. څوک چې اسلام په اشتراکي نظام، په کپيټاليزم، ديکتاتوريزم او يا اسلام په ديموکراسۍ کې نغاړي دوی په حقيقت کې داسلام يودرواغجن انځور خلکوته وړاندې کوي. اسلام داسې نه دی لکه دوی چې فکرکړی بلکه اسلام يو ځانګړی بې مثاله نظام دی.

د اسلام پورته مسخه شوي انځورونو څخه ځيني وخت خلک يو څه مفاهيم ر ا اخلي چې د لوی مصيبت، بې لاريو او غلطيو سبب کيږي، نو په ټولو مسلمانانو لازمه ده چې ددې دسيسو په وړاندې ويښ او بيدار وي، او ددښمن هر ګذار او کمين ته متوجه وي. بې شکه چې د اسلام له دښمنانو سره په هغه څه کې مرسته او کومک کول، چې اسلام او مسلمانانو ته ورکې ضرر وي؛ له الله تعالی، قران کريم، رسول الله صلی الله عليه وسلم او عامو مسلمانانو سره لوی خيانت دی، ځکه قران کريم او نبوي احاديث ټول په دې باندی دلالت کوي، چې مسلمانانو سره دوستي او له کافرانو سره دښمني د اسلام له ثابتو اصولو څخه يو اصل دی. له دې پرته د هيچا اسلام صحيح نه دی، څوک چې له دې سره مخالف وي، هغه په حقيقت کې داسلام له ثابتو اصولو څخه انکارکوی، چې له مسلمانانو سره دوستي واجب اوله کافرانو سره دوستي حرام ده.

آیادتورصلیبي کپيټالېستي نړۍ خورطاغوتي استعماراوسورکمونستي استعماردیرغل ترمنځ کوم توپيرشته؟ هغه ظلمونه، چې روسانوپرافغانانوکول صلیبي یرغلګردهغوۍ په پرتله په څوچنده نه کوي؟ آیاصلیبي یرغلګرپه باګرام، ګوانتانامواونوروزندانوکې په اسلام اوآزادۍ مین مسلمانان له روسانوڅخه کم تعذیبوي؛ بلکې له هغوۍ څخه يې، چې دروس دکولیماپه کمپونوکې يې زموږ مسلمان هیوادوال تعذیبول زیات تعذیبوي. آیاهغوۍ بمباري کوله دوۍ صلیبي یرغلګران يې نه کوي؟ آیاهغوۍ په یرغل سره افغانستان دارالحرب اومستعمره ؤاوددوۍ په یرغل کې مستعمره نه دی؟ ددغوګردوپوښتنوځواب نه لرې. په همدې اساس په اوسني یرغل کې هم افغانستان مستعمره دی اوظالمانه نظام حاکم دی اودافغانستان دآزادۍ اودصلیبیانودشړلولپاره داوسني نظام سقوط داسې فرض دی؛ لکه دروسانودیرغل په موده کې، چې دکمونستي نظام سقوط فرض ؤ.

بله خبره داده چې دیوهیواد په دارالاسلام کیدوکې اصل اهمیت په دې خبره کې دی چې پردوی باندې دمسلمانانو بشپړه تسلط شته اوکه یه؟ که بشپړه تسلط وي؛ نو دې هیوادته دارالاسلام ویل کیږي اود دارالاسلام احکام به پرې جاري کیږي که څه هم دمسلمانو چارواکودسستي له امله هلته بشپړ شریعت نه وي نافذشوی.

دغه راز یو هیواد دارالحرب یادارالکفر شمیرلو کې هم بنسټیزه خبره داده چې دکافرانو په ولکه کې وي اوهلته ددوی حکم پلي کیږي. جامع الرموز دالکافي په حواله د دارالحرب تعریف داسې کوي: (ودار الحرب مایجري فیه أمر رئیس الکافرین) یعنی دارالحرب هغې ځمکې ته وایي چې دکافرانو دمشرحکم پرې پلي کیږي تر دې چې که پریوه سیمه دکافرانو بشپړه ولکه وي اوهغوی دخپل حکم سره سم مسلمانانو ته دخپلو شعائرو اومحکمو جوړولو اجازه ورکړي؛ نوبیا هم هغه دارالحرب شمیرل کیږي، یوازې ددې اجازې له امله دارالاسلام نه شې ګرځیدلای، ځکه چې بشپړ واک دکافرانو په لاس کې دی اوهغوی چې هروخت وغواړي دا اجازه بیرته اخیستلی شي.

سرچینه: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز

x

Check Also

انتخابات و نمایش کاذب رژیم

محمود احمد نوید رژیم کابل جدیدا پروسه انتخابات را با شد و ...