دا خلک ولې امریکایان غواړي؟

نعمان لطیف

زموږ یو کلیوال و، که به چا په ټوکه ورته وویل ادې دې مړه شؤه، ده به په رښتیا وژړل. یؤه ورځ مو وپوښت ته په ټوکه ولې ژاړې؟

وایي پوهېږم چې ټوکه ده خو تر شاه یې حقیقت پروت دی او ژړا له همدې راځي چې یؤه ورځ به حتماً دا ټوکه رښتیا کیږي او ادې به مړه کیږي.

هغه خلک چې د امریکا حضور کې خپلې گټې ویني یقیني دي چې ادې یوه ورځ حتماً مري او یرغلگر به سپېره مخونه دا خاوره ایله کوي.

د افغانستان پېچلې جگړې او د طالبانو غیر متؤقع مقاومت امریکایان وارخطا کړي دي او هره شېبه دا توقع شته چې سپېره مخونه له افغانستانه کډې بار کړي.

د افغانستان په اړه دټرمپ دریځ له پیله متزلزل دی. تر انتخاباتو وړاندې یې له افغانستانه دپوځیانو په ویستلو ټینگار کاؤه خو تر انتخاباتو گټلو وروسته یې دبُش پر پل، پل کېښود.

د افغانستان په زېر بناء خوندي ذخائرو یې سترگې ونښتې او په دې امید یې وحشیانه جگړئیزه ستراتېژي اعلان کړه چې گواکې جگړئیر مصارف به دهمدې ذخائرو په ترلاسه کؤلو پوره کاندي.

دټرمپ زړه جگړې ته نه ؤ، له جگړې تېر برېښېده او په افغانستان کې پیل کړې جگړه یې په امریکایي ملت بې گټې او بېځایه اقتصادي بوج باله.

کټ مټ دواشنگټن پوسټ دوروستۍ مقالې په څېر، دټرمپ نظر هم ؤ او هغه دا چې افغانستان دیؤه امریکایي پوځي دهډوکو هومره ارزښت نلري خو ټرمپ هغو امریکایي او افغاني چارؤاکو او جنرالانو خطا باسه چې افغان جگړه کې یې گټې دي؛ اوس ځکه هره شېبه له دوی سره دا اندېښنه شته وي چې هسې نه کومه ورځ د ادې دمړینې ټوکه رښتیا شي.

وروستي وحشتونه، ړانده بمبارونه او په عامه ځایونو کې چاودنې، داعش ته دبریدونو مؤاقع برابرؤل او دطالبانو په نوم دطالبانو دکمزوري ښودلو لپاره سنگوریان او …. جوړؤل ددې لپاره دي چې ټرمپ ته یو څه ډاډ ورکړي چې گواکې طالبانو مو پاشلي او تیت پرک او وارخطا کړي دي.

د افغانستان دمعادنو لاندې کؤلو لپاره داعش او نمایشي سنگوریان دطالبانو خلاف دجگړې میدان ته راوویستی شؤه ترڅو ددوی له خوا په ولسي وگړو دسختو مظالمو له امله طالبان او جهاد منفور کړي او په همدې توگه په غرئیزو سیمو کې دطالبانو واک او ځؤاک هم کم کړي او په اسانه ډؤل خوندي زیر بناء معادنو ته لاس رسی ومومي خو اوس ولس له دې سازشونه سره اشنا شوی دی چې ورسره دغه سازشونه هم منزوی ښکاري.

دوی ولې دلته امریکایان غؤاړي؟ دهمدې لپاره چې له جگړې گټې لری او دجگړې له لارې رزق پیدا کؤي.

ددې لپاره چې درؤانې جگړې دمشروعیت اړؤند عامه اذهان تحریف کړي او دجگړي اور بل وساتي، لسگونه پاڼې یې جوړې کړي او لسگونه قلمؤال یې کرایه کړي دي. ترڅو دطالب دمشروع مقاؤمت په اړه نړیؤال او ولسي ذهنیت گنده کړي او دسولې دروازې قلف کړي.

دمالیې پخواني وزیر ډاکټر صیب عمر زاخېلؤال پارلمان کې په جار نعرې وکړې چې یو وکیل ترې درایې بدل کې میلیونه پیسې غؤاړي.

همدا خلک د امریکایانو دپاته کېدا لپاره رنگارنگ وژونکې پروژې په لاره اچؤي او هر هغه ږغ خپ کؤي چې د امریکایانو په ضد پورته کیږي.

د امریکایانو له برکته په خارجي بانکونو او ملکونو کې پرېمانه شتمنۍ او پراخ کاروبارونه لري، له خارجي ممالکو فقط غونډو ته راځي او اولادونه یې همالته هوسا او سوکاله ژؤندون لري.

که امریکایان ووځي، جگړه ودرېږي او سوله وشي، د دوی هر څه په ټپه درېږي، ځکه نه غواړي امریکایان ووځي او هيواد ته ثبات اعاده شي.

دناخوالو عامل یرغلگر دي او له ناخؤالو وتل دیرغلگرو تر وتلو منحصر دي؛ هغه خلک چې په یؤه او بله پلمه دیرغلگرو د وتلو مخنېوی کؤي او یا رانډ پال ته دټرمپ خبرې یې اودسونه مات کړي دي، ددې هېؤاد او هېؤادؤالو دبدبختیو عاملین دي.

دوی باید خبر وي چې یؤه ورځ به حتماً یرغلگر تښتي او دوی به خړ مخونه لکه دکمونستانو، د ولس محکمې ته پاته کیږي خو خدای دې وکړي چې تېر تاریخ تکرار نشي او له یرغلگرو را پاته ابزار او افراد یو مخ د ولس محکمې ته وسپارل شي.

سرچینه: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز

x

Check Also

سپېڅلي مقاومت، جګړه غوښتونکي له جګړې بېزاره کړل

د يوه هدف د ترلاسه کولو لپاره چې هر قدم په ريښينې ...