سکاټ مېلر په خندق کې!

لیکوال: ډاکټر فضل باري منصور

د تېرو اتو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د ټرمپ جګړیزه ستراتیژي د وسلوالو طالبانو پر وړاندې په کش کې روانه ده، هوائي بریدونه او شپنیز عملیات د بل هر وخت څخه زیات شوي دي، سربیره پر دې ټرمپ خپلو ځواکونو ته چې مشري یې نیکولسن کوله هر اړخیز واکونه ورکړي دي، ترڅو چې وسلوال طالبان ختم کړي.

د تېر په څېر سږ کال یو ځل بیا وسلوالو طالبانو خپل پسرلني عملیات د خندق په نوم اعلان کړل، چې په ډیر کم وخت کې د نړیوالو او کورنیو خبري رسنیو سر ټکی وګرځیدل، ځکه چې د تېرو کلونو په پرتله ډیر غښتلي ښکاري، هره ورځ په بهرنیو او افغان ځواکونو بریدونه کوي، چې د فراه، فاریاب، ارزګان او غزني ولایتونو کې یې یو شمېر ولسوالۍ او قرارګاوې هم ونیولې.

خندق عملیات د نیکولسن او ټرمپ پر وړاندې خطرناک ثابت شول، کوم پلانونه چې نیکولسن تیار کړي و د خندق پر وړاندې شنډ شول.

لنډه دا چې نیکولسن ماتې وخوړه، ځکه خو د ټرمپ له لوري نوموړی له دندې ګوښه او پر ځای یې سکاټ مېلر مقرر شو.

مېلر چې په عراق او افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړې ده، د امریکائي پوځ یو پیاوړی قوماندان ګڼل کیږي، د بې پیلوټه الوتکو بریدونو کې ریکارډ لري، نو ځکه خو د نیکولسن ځای ناستئ مقرر شوی دی، ترڅو چې ټول تمرکز په جګړه باندې وکړي.

مګر پوښتنه دا ده چې آیا مېلر به د خندق پر وړاندې څنګه ثابت شي؟ د تېرو کابو اتلسو کلونو راپدیخوا د امریکا جګړیز ماموریت ته په کتو سره وسلوال طالبان له هر اړخیز نظامي او سیاسي فشار سره مخ شول، مګر بیا هم له خپلې مبارزې څخه په شا نه شول، بلکې هنوز ورځ تر بلې پرمختګ کوي.

آیا تراوسه پورې امریکا د وسلوالو طالبانو پر وړاندې جګړیزه ستراتیژۍ کې بې پیلوټه بریدونه او شپنیز عملیات نه دي تجربه کړي چې اوس یې مېلر دغه دندې باندې وګمار ه؟

ځمکنیو حقائقو ته په کتو سره دا ثابتیږي چې مېلر به هم د پیټریاس او نیکولسن په څېر خپله ماتې ومني، ځکه چې د افغانستان کړکیچ پوځي نه بلکې سیاسي جوړجاړي ته تر بل هر وخت ضرورت لري.

نو ویلائ شو چې سکاټ مېلر به هم د وسلوالو طالبانو خندق کې را ګیر شي، چې بالآخره به د نیکولسن په څېر له دندې ګوښه شي، نو پکار دا ده چې جګړې پر ځای سوله باندې غور وشي.

_________________

یادونه: محصلین سایټ کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین

x

Check Also

سپېڅلي مقاومت، جګړه غوښتونکي له جګړې بېزاره کړل

د يوه هدف د ترلاسه کولو لپاره چې هر قدم په ريښينې ...