دصفریک له وحشته حیوانات هم په امن ندي !

یاسر افغان

وحشت ځپلی اشغال ځپلی افغانستان چې هر وحشي اشغالګر هر وحشي ستمګر پکې له هېڅ وحشت دریغ نده کړی پخپل ټول توان و س اوطاقت دخپل وحشت انتهاپکې کوی ،

ددې وحشتونو یواځینی وجه دغربي اوداخلي اشغالګرو ماته اوشکست ده دوی دجګړې په ډګر کې په کامله توګه ماته خوړلي اود خپل مقابل دښمن په مقابل کې په کونډو ده ،

په افغانستان کې اشغالګرو خپل وحشت اوجنایت انتها ته ورساوه خو هیڅ ېي تر لاسه نکړه
ددې وحشتونو په دوام کې اشغالګرو داسې افغان الاصله امریکایان په اصلاح سفیشل سفور یا صفریک قطعه وروزله چې دامریکاېي ځناورو نه په وحشت اوجنایت کې څو برابره مخته دی ،

دصفریک وحشي قطعه چې شپنی ځانګړې عملیات ترسره کوی اوداشغالګرو دهوائې ملاتړ څخه هراړخیز برخمن دی ،

هرشپه دهیواد په بېلو بېلو ولایتونو کې له وحشت اوترهې ډکی چاپي وهي دعامو هیوادوالو کورونه وداني دروازي په بمونو الوزوي مالونه شتمني ېي لوټي ښځی واړه ماشومان سپینګری اولویان په ډیر جرئت سره په مرموز ډول په شهادت رسوی چې مونږ ېي لسګونه بیلګی لرو ،

دصفریک وحشي قطعه چې دګڼو اوبېسیاری جنایتونو سربیره اوس په حیواناتو هم رحم نکوی حیوانات چې الله ج په هیڅ شی هم مکلف ندې ګرځولي نه له پنجاب نه له ایران نه له روس اونه ازبګستان سره لاس لري خو دصفریک له وحشي قطعې نه په امن ندی ،

دوه ورځې وړاندې وحشې قطعې دلوګر دبرکی برک ولسوالۍ په یوه کلی وحشي شپنی چاپه وهلی چې دکورونو الوزولو ترڅنګ غواګاني واړه مالونه ېي په برچو وهلی او وژلي ېي دی ،

وحشي قطعه غواړی چې پداسې کړنو سره داولس مینه له طالب سره راټیټه کړی خو داسې کړني نور طالبان زیګوی لانور هم داولس نفرت له وحشي قطعې سره زیاتوی

خو هغه متل ده وې چې دمیږی چې ورکه راشی وزرونه کوی …….

سرچینه: کابل ټکی کام

x

Check Also

انتخابات و نمایش کاذب رژیم

محمود احمد نوید رژیم کابل جدیدا پروسه انتخابات را با شد و ...