ولسي وګړو په غور کې د امنيتي ځواکونو په ملاتړ وسلې اخیستې دي

(سپوږمۍ راډیو):

ولسي وګړو په غور کې د امنيتي ځواکونو په ملاتړ وسلې اخیستې دي

په غور کې ځايي خلکو له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه وسلې اخیستې دي. دوی ویلي، چې له دې وروسته د امنیتي ځواکونو تر څنګ درېږي او د وسله والو طالبانو پر ضد جګړه کوي. له څو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو د غور پر چهارسده ولسوالۍ بریدونه ډېر کړې دي. نن ددغه ولسوالۍ ۱۶۰ اوسېدونکو د خپلې ولسوالۍ د ساتلو او افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره وسله اخیستې ده. د حاجي عبدالرحمن په نامه یوه کس، چې ددغه ځوانانو مشري کوي رسنیو ته ویلي، دوی غواړي خپله خاوره او خپلې سیمې وساتي نو ځکه یې ځوانان راټول کړي او د طالبانو پر وړاندې به درېږي. د غور د والي ویاند محمد اقبال نظامي وايي، دوی ددې کار هر کلی او ملاتړ کوي. دده په خبره افغان ځواکونه هغه مهال بریالي کېږي چې د افغانانو ملاتړ ورسره وي او په دې توګه به وکولی شي چې دښمن له پښو وغورځوي.

 

x

Check Also

سولې شورا: ارګ له طالبانو سره مذاکره کونکی پلاوی ټاکي

(کابل ټکی کام):   (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۵) د سولې ...