پاکستاني هکرانو د افغان ديپلوماتانو د هک کولو هڅه کړې ده

(سپوږمۍ راډیو):

پاکستاني هکرانو د افغان ديپلوماتانو د هک کولو هڅه کړې ده

په پاکستان کې د افغان سفارت سرچینو ویلي، ځینو مامورینو ته یې روانه میاشت د ګوګل له خوا خبرداری ورغلی، چې ګني هکران یې د برېښنالیکونو د پټو نومونو غلا کولو هڅه کوي. تېره اونۍ، د بښنې نړیوال سازمان هغه جزییات په ډاګه کړل چې د پاکستان پر پوځ د نیوکه کوونکو فعالانو پر کمپیوټرونو او ټلېفونونو د ویروس د نصبولو هڅې شوې وې. وروسته تر هغه چې ګوګل افغان دیپلوماتانو ته خبرداری ور واستاوه، د یوه افغان دیپلومات برېښنالیک هک شو او پخپل سر به یې مشکوک ضمیمه شوي فایلونه استول، خو دی نه و پرې خبر. په دا ډول برېښنالیکونو کې د پښتون ژغورنې غورڅنګ په څېر د مشهورو پرلتیانو د غونډو انځورونه هم وو. په حقیقت کې دغه ضمیمه شوي فایلونه کرکجن ښکارېدل، خو د ډاونلوډولو وړ نه وو. د پاکستاني پوځ ملاتړي پر پښتون ژغورنې غورځنګ تور لګوي چې ګني د افغان استخباراتو په ګټه کار کوي، خو افغان حکومت او پښتون ژغورنې غورځنګ دغه تورونه رد کړي دي. په سفارت کې سرچینو هم دا ویلي، چې ښايي د هکرانو موخه دا وي، څو ددغه غورځنګ اړیکې له افغان حکومت سره ثابتې کړي.

 

x

Check Also

په كابل ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو كسانو ترمنځ جګړه روانه ده

(کلید راډیو): د كابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ...