په خوست کې د نوملیکنې پر یوه مرکز برید شوی دی

(سپوږمۍ راډیو):

په خوست کې د نوملیکنې پر یوه مرکز برید شوی دی

د خوست ولایت ځايي چارواکي وايي، چې یوه بریدګر نن سهار د خوست ولایت په اسماعیل خېلو ولسوالۍ کې د نوملیکنې پر یوه مرکز برید کړی دی. د سرچینې په وینا په برید کې یو پولیس او د ملي اردو یو سرتېری وژل شوي دي. د خوست د والي ویاند بصیر بینا ویلي، چې بریدګر ښځينه چادري اغوستې وه او پر یاد مرکز یې برید کړی دی. دده په وینا په برید کې عامو وګړو او د یاد مرکز کارکوونکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

x

Check Also

په كابل ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو كسانو ترمنځ جګړه روانه ده

(کلید راډیو): د كابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ...